Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو سیمې ته سفر او د طلوع‎نیوز د خبریال کیسه

طالبانو تېره اوونۍ په یوه بې مخیني ګام سره له رسنیو وغوښتل چې په کندز کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ولاړ شي چې موده وړاندې د دولتي ځواکونو له خوا پرې برید شوی وه.

دا غوښتنه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا شوې وه.

ښاغلي مجاهد وویل چې رسنۍ کولای شي له دغه کلي او مدرسې لیدنه وکړي او له خلکو سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلی امیني د هېواد دغې برخې ته د خپل سفر کیسه داسې پیل وي:

د کندز ولایت دشت ارچي په دفتاڼي کلي کې پردارالعلومو د افغان ځواکونو هوايي برید په اړه د ګنګوسو او ناندریو سره سره د طالبانو ویاند، ذبیح‎الله مجاهد رسنیو ته یوه اعلامیه ولېږله او په کې له خبریالانو وغوښتل شول چې په ډله‎ييزه توګه د پېښې له سیمې لیدنه وکړي، له خلکو سره دې خبرې وکړي او د هغوی په خپله سیمه کې  دامنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.

دا لومړی ځل دی چې رسنۍ د دغې ډلې له خوا بلل کېږي. د طلوع نیوز خبریال کریم امیني او د دغه ټلوېزیون فلم اخیستوونکی وحید احمدي هم دغه بلنه ومنله او سیمې ته ولاړل.

« زه چې په رخصتیو کې وم د خپلو رییسانو او مدیرانو لخوا مامور شوم ترڅو کندوز ولایت ته ولاړ شم، ما هم ډېره څېړنه وکړه تر څو د پېښې په اړه خلکو ته ریښتیا وړاندې کړم، ځکه د کندوز ولایت امنیتي او سیمه‎ييز چارواکي کله هم حاضر نه‎شول چې د پېښې څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړي.

د پېښې سیمې ته له تلو مخکې مو د طالبانو ویاند ته پیغام ولېږه چې سیمې ته د ورتلو هوډ لرو، هغه هم موږ ته د بشپړه اجازې او د امنیت تامین ډاډ راکړ.

مخکې له دې چې له دفتر سره په اړیکه کې شم له دفتر څخه راته د ولایتي خبریالانو مسوؤل اړیکه ونیوه او ویې ویل:« له مجاهد سره مې خبرې وکړې، کولی شې چې د پېښې سیمې ته ولاړ شې.» ماته هم مهمه وه چې د ورکړل شویو شمېرو څرنګوالي په اړه سیمې ته ولاړ شم او څرګنده کړم چې څه وشول؟

له تګ څخه مخکې مې دفتر کې له رییسانو او مدیرانو سره اړیکه ونیوه، د دوی خبره دا وه چې ټول خبریالان په همغږه ډول سره کینو او وروسته له سلا ولاړ شو او وروسته موږ هم د تګ پرېکړه وکړه.

 سیمې ته له خوځېدو مخکې مو بیا له ذبیح‎الله مجاهد سره اړیکه ونیوه او هغه هم یوځل بیا د بشپړه امنیت ډاډ راکړ او یوه د اړیکې شمېره یې هم راولیږله چې سیمې ته له تګه وروسته ورسره اړیکه ونیسو او بیا به یو کس له موږ سره ملګری شي.

سره له دې مو بیا هم خپل منځ کې سره مشوره وکړه دا چې څنګه پر طالبانو باور وکړو او دا چې د طالبانو  په ولکه سیمو کې پر افغان ځواکونو باور وکړو، خو یوه تن د کندوز ولایت لوړپوړي امنیتي چارواکي موږ ته وویل:«موږ ستاسو هېڅ ډول تضمین نه‎شو کولی، او داسې هم نه‎شو ویلی چې لاړ شئ او یا مه ځئ.»

په وروستیو شېبو کې یو شمېر خبریالانو زموږ له ورتګ سره مخالفت وکړ او هر یوه بېلابېل نظرونه درلودل، دا چې پر طالبانو باور نه کول سم نه دي، د دوی سیمې ته تګ کوم ضمانت نه‎لري، هلته خوندیتوب نشته او دا هم چې طالبان په خپل منځ کې څو ډلې شوي دي، ښایې موږ ته ستونزه جوړه شي.

د پرېکړه په پای کې ما، د اریانا نیوز، ارزو او پژواک او کلید ګروپ خبریالانو پرېکړه وکړه چې د دشت ارچي پر لور وخوځېږو، کله چې د کندوز چوک ته ورسېدو وړاندیز مې وکړ ترڅو له روغتون څخه د ټپيانو یو تن خپلوان له ځانه سره بوځو ځکه چې موږ لاره باندې سم بلد نه وو. خو کله چې روغتون ته نېږدې شوو نو له دې پرېکړې په شا شوو او خپله مو د ارچې لار خپله کړه.

ارچې ته پر لاره د موټرو او موټرسایکلونو کاروان سره مخامخ شوو چې غوښتل یې د لاریون په توګه د والي دفتر ته ولاړ شي، موږ ورته کمرې ښکاره کړې او ورته مو وویل چې خبریالان یوو، نو دوی هم راسره مرکه وکړه. کله مو چې د دوی حالت او غصه ولیده، آلچین پله کې مو امنیتي بندونه ولیدل نو ومي ویل د دوی ته به اجازه ورنه‎کړي چې ښار ته ننوځي او ښایې تاوتریخوالۍ رامنځته شي.

زړه مې کېده چې بېرته راتاو شم او د اعتراض‎کوونکو حالت ته خبري پوښښ ورکړم، خو د ژمنې له مخې مو بیا هم خپل سفر ته دوام ورکړ. پر لاره وم چې خبر شوم لاریون کې تاوتریخوالی شوی او یو شمېر په کې ټپيان شوي هم دي، خو له هغې وروسته یوازې ۲۰مشرانو او سپین‎ږیرو اجازه ترلاسه کړې وه تر څو له والي سره وګوري.

په همدې حال کې مو د کندوز ولایت ښار د شېر خان بندر لاره کچ کړې وه او فرعي سرک ته رسېدلي وو، ویې ویل چې دا د دشت ارچې لاره ده، له وېرې سره دې سړک ته تاو شوو، نیمه لاره پخه وه او هېڅوک هم نه ښکارېدل، مخکې ته مو څو تنه پر موټر سایکل سپاره راغلل چې د لاریون له کاروانه ورسته پاتي وو. موږ لا هم خپل سفر ته دوام ورکړ، ټول په وېره کې وو، خو نه مو ښکاره کوله، ۶ تنه په دوو موټرو کې وو، سندرې مو بللې او ټوکي ټکالې مو کولې.

کله چې پوخ سرک خلاص شوو، نو د طالبانو سیمه پیل شوه، کورونه وران، سرکونه خالي او هغه خوا محرومیت او ورانۍ ښکاره کېدې.

کابو ۴۰تر ۲۵ دقیقو له خاورو دوړو ډک په خامه سرک کې مزل وکړ چې دفتاڼي بازار ته له رسيدو سره هغه کس زموږ په تمه وه، هغه څوک  چې شمېره یې ذبی‎ح‎الله مجاهد راکړې وه، موټر یې سړک کې درولی وه او دوه تنه نور هم ورسره وو. موټر مو ودراو له موټره ښکته شوو، دوی هم ښکته شول، دا کس یې هارون باله او چاق میانه قدیې درلود، تومانچه هم ورسره وه، دا سې یې له ځان سره ساتلې وه چې ښکاره نشي، دوه تنه نورو مخونه پټ وو او سترګې یې تورې وې، ښکاره شوه چې ساتونکي یې دي چې یوه یې واسکټ او بل یې هم د افغان ځواکونو په څېر کرتۍ پر تن وه. هارون څپلۍ په پښو وې او ساتونکو یې کرمچ، پايڅې یې هم پورته کړې وې.

هارون په خندا له موږ سره روغبړ وکړ او ساتونکو یې هم پر سر اشاره وکړه، دی دشت ارچي کې د طالبانو د رسنیو مسوؤل وه، موږ ته یې وویل چې مشر مو څوک دی، موږ هم د پژواک خبري آژانس خبریال، اجمل کاکړ معرفي کړ، ځکه پښتو یې خبرې کولې، کاکړ ته یې په جدیت وویل چې ته له موږ سره راشه او له ځانه سره یې موټر کې کېناوه او موږ هم ورپسې شوو.

موټر یې نوی رونیکس پې‎پلیټه وه، په کې اوبه او انرژي هم پيدا کېده، کله چې د دفتاڼي بازار ته ورسېدو یوه کوچني، چټل بازار سره مخ شوو چې په هره برخه کې یې د طالبانو بیرغ لېګدلی وه، کابو پنځوس هټۍ یې درلودې، څو معاینه خانې، او دا چې په دې سیمه کې ښځينه ډاکټرانو او نرسانو هم معاینه خانې درلودې او پر لوحو یې نومونه هم لیکل شوي وو.

له بازار څخه په تېرېدو سره کله چې ۱۰۰متره مخکې ولاړو نو پر فرعي سرک د ونو په منځ کې بل موټر ولاړ وه، یوه سراچه ډوله موټر هارون موټر ودراوه او له موټره څخه ښکته شو، په سراچه موټر کې سپارو کسانو ته ورغی، موږ هم ښکته شوو.

له سراچې موټر لوړ سړی چې اوږده ویښتان او ږېره یې درلودل راښکته شوو، دوه ساتونکو یې کلاشینکوفونه درلودل او مخونه یې پټ وو. دې کس له موږ سره روغبړ وکړ او ویې ویل:«که جاسوسي او خبر وړلو ته راغلي یاست، نو چای وڅکۍ او مستقیم ولاړ شئ، خو که د خلکو لپاره او د حقیقت بیان لپاره راغلي یاست، زموږ دوستان مو ملتیا کوي، لاړ شئ او له خلکو سره خبرې وکړئ.»

کله چې یې خبرې خلاصې شوې، یوه ساتونکي یې نه پوهېدم چې ولې، ښايي د هوايي برید له وېرې، ورته وویل «مولوي صیب دلته مو پاتې کېدل ښه نه دي» هغه یې موټر کې سپور کړ او لاړل. بیا هم موږ، هارون او ساتونکي یې پاتې شوو. خو وروسته پوه شوم چې دا کس د کندوز لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی مرستیال والي، مولوي شاکر دی، هغه کس چې څو ځله یې د وژلو خبر خپور شوی دی.

د سیمې پېښې ته ولاړو، د هاشمیه عمریه دارالعلومو باندې کوم توغندی نه دی لګېدلی او هېڅ زیان نه دی ورته رسېدلی.

لنډ وخت کې پر جماعت لمونځ شوی وه او لمونځ کوونکي راووتل او پر موږ راچاپېر شول.

هارون موږ د مدرسې یوې خونې ته بوتلو او له موږ یې غوښتنه وکړه چې څو شېبې هلته پاتې شو او وروسته بیا کار پیل کړو. خلک هم راغلل او له موږ سره یې خبرې پيل کړې، چا د زیانمن شویو ماشومانو عکسونه، چا هم د پېښې لومړي ویډیوګانو او چا هم د راکټ لګېدو شیبې راښکاره کولې.

وروسته له څو شيبو دسترخوان اوار او خواړه یې راوړل. په دارالعلوم کې کابو لس دیګونه له وریژو ډګ پاخه ايښې وو. له ډوډۍ وروسته مو وویل چې پر خپل کار پیل کوو ځکه ناوخته کېږي. د دارالعلوم په انګړ کې لنګۍ په لسګونه جوړې بوټان او څپلۍ چې په وینو ککړې، پرتې وې.

وروسته له دارالعلومو بهر د غونډې ځای ته راغلو او ومو لیدل چې په دې ځای کې وروستۍ برخه کې یې یوازې یو راکټ لګېدلی وه او درې نور د ښوونځي پر بام او د یوه کور پر دېوال لګېدلي وو.

وروسته له درېیو ساعتونو د دې سفر پای شېبې رانېږدې کېدې، هارون او ساتونکو یې موږ د لارې تر نیمايي ورسولو او ډاډ یې راکړ چې کومه ستونزه به نه رامنځته کېږي او که رامنځته شوه نو زما نوم ورته واخلۍ هواره به شي.

د کندز ښار پر لور وخوځېدو، لمر هم وروره په ډوبېدو وه، هغه وېره او دوه زړه‎توب، هرڅه مو هېر وو، ستړې ورځ وه،له لوږې، تندې او ګرمیو سره، خو خوشاله په دې وم چې د خلکو لپاره به غوره مالومات وړاندې کوم.

مازدیګر کابو ۶ بجې خپل تم‎ځای د کندز ښار ته ورسېدو، خو لا هم دا سفر پای ته نه دی رسېدلی. له مرکزي حکومته پلاوی د لا څېړنې په موخه کندز ولایت ته راغلی او تازه یې خپلې څېړنې پیل کړې دي. لا هم داسې غوټې شته چې باید د دې پېښې په اړه وڅېړل شي، لا باید ډېره نه ستړې‎کېدونکې هڅه وکړم او لا هم په کندز کې پاتې یم.

کریم امیني: د طلوع نیوز خبریال

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دفتاڼي کلي ته د نورو رسنیو له کارکوونکو سره د خپل د سفر جزییات وړاندې کړل.

شریک یي کړئ