Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو په واسطه د ناوې د بیا ځلې نسکورېدو په اړه په ولسي جرګه کې د غزني د استازو ادعا

په ولسي جرګه کې د غزني یو شمېر استازي وايي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د طالبانو په واسطه پرځېدلې ده.

دغه استازي وايي که څه هم دغه ولسوالۍ یوه اوونۍ وړاندې د هېواد امنیتي ځواکونو په ولکې کې وه له هغه ځای چې دغه ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري،دولتي پوځيانو مقاومت ونه شوی کړی او د ناوې ولسوالۍ د بیا ځلې لپاره د طالبانو په واسطه پرځېدلې ده.

طالبانو د دغې ولسوالۍ د تازه انځورونو په خپرولو سره په دې ولسوالۍ کې خپل حضور وښود او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د دغې ولسوالۍ د بیرته نیولو په تړاو د امنیتي چارواکو خبرې ردوي؛خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه وزارت د افغان پوځيانو په اداره کې ده.

امنیتي ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې دولتي ځواکونو له نهو کلونو څخه وروسته د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ اداره د فتح تر نامه لاندې عملیاتو په پایله کې ونیوله.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي چې طالبان په دغې ولسوالۍ کې پراخ امن پټڼ ځایونه لري له همدې امله د افغان ځواکونو عملیات په دغې سیمو کې ستونزمن وو.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد اخلاقي وویل:" که څه هم د دغې ولسوالۍ ځايي چارواکوي د طالبانو په لاس د دغې ولسوالۍ نسکورېدل په روښانه توګه نه تاییدوي.خو تر هغه ځای چې موږ مالومات لرو امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ نیولې وه،خو نه دي توانېدلي چې مقاومت وکړي او د بیاځلې لپاره پرځېدلې ده".

په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي؛کله چې امنیتي ځواکونو د دغې ولسوالۍ د پاکونې خبر خپور کړ هغوي د دغه خبر په اړه شک درلود.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي زیاته کړه:"که چې د غزني والي اعلان وکړ چې دغه ولسوالۍ ادارې امنیتي ځواکونو نیولې ده،همغه مهال موږ شک درلود چې دغه خبر به سم نه وي،خو اوس باید والي او امنیتي ځواکونه ځواب ورکړي چې خلک یې ولې وغولول".

خو د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر حضور ټینګار کوي او د طالبانو ادعا بې بنسټه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه: "د ناوې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په اداره کې ده،دطالبانو ویناوې سمې نه دي موږ له د دغې ولسوالۍ د ستاتنې لپاره په بشپړه توګه ځواکونه ځای پر ځای کړي دي تر څو د بیاځلې لپاره دنغه ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخامخ نه‎شي".

د غزني ناوه ولسوالۍ د دغه ولایت یوه نا امنه ولسوالۍ ګڼل کېږي او ویل کېږی چې د دغې ولسوالۍ په نا امنیو کې بهرنيان رول لري . رپوټونه وايي چې ترهګر د پولې له هغې غاړې راځي او په تاوتریخوالو لاس پورې کوي.

په ولسي جرګه کې د غزني یو شمېر استازي وايي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د طالبانو په واسطه پرځېدلې

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه