Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عبدالله ټاکنیزې ډلې یو ځل بیا د رایو بیاشمېرنې بهیر تحریم کړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، نن (یکشنبې د لړم په ۲۶مه) یو ځل بیا د رایو د بیاشمېرنې بهیر سره پرېکون اعلان کړ.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې کابل کې یوې خبري غونډه کې وکړې، او د رایو د بیا شمېرنې بهیر یې ناقانونه وباله او د هغه د وام د پایلو په اړه ګواښ وکړ.

هغه وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې برخه کې، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې قناعت نه دی حاصل کړی او باید د رایو بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ودرول شي.

هغه زیاته کړه:«موږ پرېکړه کړې چې د رایو په بیاشمېرنې بهیر کې ګډون ونه وکړو. که‎ چېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل دغې پرېکړې غور ونه کړي، دا کمېسیون به خپل بې پرې والی تر پوښتنې لاندې راولي او موږ به خپل راتلوونکې پرېکړه ونیسو.»

د رایو بیاشمېرلو بهیر چې د ثبات او همپالنې ټاکنېزې ډلې په ګډون د ځينو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له امله د درې ورځو لپاره درول شوی و، نن له سره پيل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېره ورځ ماښام اعلان وکړ چې له ټاکنیزو ډلو سره یې دوه تخنیکي غونډې لرلې دي او د دغه بهیر په اړه د هغوی د اندېښنو په اړه توضیحات ورکړي دي.

خو عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د محمد اشرف غني په مشرۍ «د دولت جوړونکي ډلې پر ملاتړ» تورن وي:«په هره څنډه چې تقلب دی، د هغه مدافع دولت جوړونکې ډله ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه زموږ تمه دا وه او ده چې د دولت جوړونکي ډلې د ویاند په توګه عمل ونه کړي.»

نن سهار د رایو د بیاشمېرو د بهیر له پیل سره هم مهاله ځینو  له دغه بهیر سره مخالفت وکړ او په ځینو ولایتونو کې له هغې ډلې په کندوز کې د دغه بهیر مخنیوی وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو څارونکی د دغه کش مکش په لړ کې وژل شوی دی.

که څه هم تراوسه روښانه نه ده چې دا څارونکی د چا له خوا وژل شوی، خو عبدالله عبدالله وویل چې امنیتي ځواکونو ته حکم شوی چې پر خلکو دې ډزې وکړي:«په اوسنیو شرایطو کې چې په هېواد کې له ترهګرۍ سره جګړه روانه ده، څه ډول امنیتي ځواکونو ته حکم کوي چې پر خلکو ډزې وکړي. هر څوک چې دا حکم ورکوي د هغه د ناوړه پایلې مسوولیت به په غاړه ولري.»

عبدالله په څرګنده وویل چې له امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره کار اخیستل شوی دی:«امنیتي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټينګښت لپاره جوړ شوي. له دغو ځواکونو د سیاسي استفادې او د ټاکنو په بهیر کې د دخیلولو لپاره هر ډول هڅې، د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دی او همدارنګه یو ملي خیانت دی.»

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې، د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټّ ترسره شوې. اوس چې کابو دوه میاشتې تېرېږي، د انتخاباتو کمېسیون نه دی توانېدلی چې حتا د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ