د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي تایدوی چې د حیرتانو د کمیسار او ملي امنیت د مدیر ترمنځ نښته کې یو کس ټپي شوی دی.
دا نښته تېره شپه) یکشنبه د وږي ۲۵( شوې او کابو لس دقیقې یې دوام کړی دی.
د حیرتانو کمیسار، حبیب الله ګذر د یوه تن ټپي کېدل تائيدوي، خو دا چې ټپي کس څوک دی، مالومات یې نه دي ورکړي.
ښاغلي ګذر د نښتو لامل هم نه دی څرګند کړی.
خو له ډېرو هڅو سره سره د حیرتانو بندر د امنیت مدیر، سیعد محمد نور د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشوو.
په همدې حال کې د بلخ ولایت د پولیسو ویاند دا پېښه د سرحدي او ملي امنیت بنسټونو پورې اړونده موضوع بولي.
ویل کېږي چې د حیرتانو بندر کمیسار، حبیب الله ګذر د جمیعت د پخواني قومندان، میر امان الله ګذر زوی او سعید محمد نور د اسلامي جمیعت د اجرائیه رئیس، عطامحمد نور وراره دی.