د غزني پولیس نن(دوشنبې د غبرګولي۲۱مه) په یاد ولایت کې د طالبانو راډیو یوې دستګاه له منځه وړو خبر ورکوي.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې دا راډیو په زنه خان ولسوالۍ کې د شرعیت راډیو په نامه د څو کلونو را په دې خوا فعاله وه چې د افغان ځواکونو هوايي برید کې له منځه یوړل شوه.
خبرپاڼې زیاته کړې ده چې په دې برید کې درې طالب وسلهوال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالب وسلهوالو کابو ۱۰ بریدونه په شا تمبول شوي دي چې د افغان ځواکونو هوايي او ځمکني عملیاتو کې کابو ۴۰ طالب وسلهوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. زالبانو دا ادعا نه ده منلې.
په همدې حال کې د غزني د پولیسو خبرپاڼه زیاتوي چې په یوه بله پېښه کې نن د ماین چاودنې د شپږو ملکي کسانو ژوند اخیستی دی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د پېښې په تړاو زیاتوي چې سهار کابو ۵:۰۰ بجې د ملکي کسانو د سورلۍ ټونس ډوله موټر د اجرستان ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته پر لاره وه چې ماین پر چاودلی دی.
د غزني پولیسو د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر اوسه پورې د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.