Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مارشال فهیم پنځن تلین؛ سیاستوالان د یووالي غوښتونکي شول

د پخواني ولسمشر مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د پنځم تلین مراسم نن شنبې (د کب په ۱۸مه) کابل کې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شول.

مارشال محمد قسیم فهیم، په ۱۳۹۲ کال کې کله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال وو د زړه سکتې له امله د ۵۶ کلنۍ په عمر ومړ.

د هغه د پنځم تلین په مراسمو کې، ځينو حکومتي چارواکو، سیاستوالانو او خلکو ګډون کړی وو.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله چې په دغو مراسمو کې یې وینا کوله، مارشال فهیم یې یو سوله غوښوونکی کس یاد کړ.

ښاغلي عبدالله، د خلکو ترمنځ پر یووالي ټنیګار وکړ. او په هېواد کې د سولې راتګ هم د ټولو خلکو له هوکړې سره لازمي ګڼي. هغه له ټولو سیاستوالانو وغوښتل چې سره یو شي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم چې په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هم د دغه مراسمو یو بل ویناوال وو. هغه وايي چې د افغان سولې په اړه ملي اجماع شتون لري. خلیلي د خپلې وینا په بله برخه کې په افغانستان کې د جګړې لوړې بیې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې باید دا جګړه پای ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه:«د ورځې د جګړې د دواړو لورو لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ځوانان وژل کېږي.»

خو د سولې عالي شورا رییس ټینګار وکړ چې د طالبانو امارت ته به ستانه نه شو:«افغانستان اوس بدلون کړی. موږ به د طالبانو امارت ته ستانه نه شوو، افغانان باعزته سوله غواړي.»

پخوانی جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، هغه هم هېواد کې د باعزته سولې پر ټينګښت ټينګار وکړ.

هغه وویل:«موږ د باعزته سولې غوښتونکي یوو او هر څوک چې افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې لاس لري له هغه هر کلی کوو.»

هغه زیاته کړه:«دا دولت نه د اشرف غني دی او نه هم د عبدالله عبدالله او نه هم د سرور دانش، دا دولت په خلکو پورې اړه لري، او موږ باید د سولې په خبرو کې د دواړو دولت او خلکو عزت وساتل شي.»

دغه جهادي مشر همدارنګه د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو غواړي چې په ټاکنیزو سیالیو کې دې هڅه وکړي چې ملي مسایل په پام کې ونیسي.

شریک یي کړئ