د اجراییه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق زوی، محمد باقر محقق نن سهار نېږدې ۹ بجې(د سلواغې په ۲۰مه نېټه) خپل کور کې ووژل شول.
ښاغلي محقق هم کابل کې د خبري ناستې پرمهال پېښه تایید کړې ده او زیاته کړې یې ده چې زوی یې رواني ناروغي درلوده، او پر خپل بل ورور یې ډزې کړې دي.
هغه وویل چې د زوی ناروغي یې زیاته شوې وه.
ښاغلي محقق همداراز څرګنده کړه چې پېښه کې د نوموړي پنځه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې محمدحسین هم ټپي دی او اوس مهال د ملي امنیت روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پېښه څېړي