د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د مسکو د سولې غونډې په غبرګون کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوه اوونیو د طالبانو د استازو له حضور سره ترسره شي، وايي چې دغې غونډې ته استازی نه استوي.
دغه وزارت، په یوې خبرپاڼه کې په دغې غونډه کې د طالبانو د استازو حضور اړین نه بولي او وايي چې دغه ډله مذاکرې ته ژمنه نه ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سیمې هېوادونه باید له افغان حکومت سره خبرو اترو ته د طالبانو د راکاږلو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي کهچېرې طالبان له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو ته حاضر دي، د حکومت استازي کولای شي په هر ځای کې چې طالبانو غوښتي وي، له هغوی سره مذاکره وکړي.
داسې رپوټونه شته چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول به په دغې غونډه کې ګډون وکړي.
خو د طالبانو ډلې یو پخوانی سیاسي غړی وايي چې طالبان به په دغې غونډه کې ګډون وکړي او له سیمهییزو هېوادونو سره به د سولې خبرو اترو په اړه سلامشورې پیل شي. او غواړي د لومړي ځل لپاره سیمهییزه اجماع رامنځته کړي.
د سولې نړیواله غونډه د راتلونکې زیږدیزې په څلورمه په مسکو کې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې د سوېلي او مرکزي اسیا په چاور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د طالبانو د سیاسي کمېسیون له غړو سره په دوحه کې لیدلي وو او د دغو لیدلو موخې هم د سولې خبرو اترو د برابرولو لپاره خبرې اترې ښودل شوې وې.