په افغانستان کې د بریټانیا پخوانی سفیر، نیکلاس کې د ناټو ملکي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
ناټو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ښاغلی کې به د افغانستان په اړه د سلا مشورو او همداراز افغانستان کې د ناټو نورو شریکانو سره اړیکې پر غاړه ولري.
په همدې حال کې نیکلاس کې وايي د افغانستان خلک هیله لري چې روان ۲۰۱۹ کال ورته د سولې کال ووسي او ناټو په دې هېواد کې د سولې له بهیر نه ملاتړ کوي.
خبرپاڼې همداراز ویلي دي چې د ناټو ځانګړی ملکي استازی به د افغانستان د حکومت له مشرانو، د پارلمان له غړو، د نړیوالې ټولنې استازو، د مدني ټولنو غړو او نورو بنسټونو سره نیږدې همکارۍ ولري.
ښاغلي کې کابل ته له رسېدو مخکې ویلي، هڅه به وکړي چې د افغانستان له سولې د ناټو پیاوړی ملاتړ اعلان کړي.
ښاغلي کې مخکې له دې کابو یو کال کابل کې د بریټانیا سفیر په توګه هم د کار تجربه لري او همداراز د آسیا سویل کې د افغانستان او پاکستان د څانګې رییس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
دی همداراز په سومالیا کې هم د ملګرو ملتونو د لوی منشي ځانګړی استازی هم وو.
نیکلاس کې د په کابل کې د کورنلیوس زیمرمن پر ځای ګمارل شوی دی.