په هرات ولایت کې د وروستیو اروښتونو او سېلابونو له کبله زیانمن خلک خپلو ستونزو ته د پام غوښتنه کوي.
دوی حکومت په بې پروايي تورني او وايي د سېلابونو له کبله یې خپله شته له لاسه ورکړي او په پرانیستي فضا کې شپې او ورځې تېروي.
هرات کې د وروستیو سېلاوونو له کابو ۲۰۰کورونه زیانمن شوي دي.
د کلي مشر، محمد حنیف اربابزاده وايي:«کابو ۸۰ سلنه د خلکو کورنه وران شوي دي، هغه کسان چ کلک کورونه یې درلود، کورونه یې وران شوي دي، موږ د نورو په مرسته دوی وژغورل.»
سېلاب ځپلی، شېراحمد څرګندوي:«هم مو کور وران شو او هم مو کرنې او ځمکې له منځه ولاړل، موږ باید چې د کال ترپایه پورې پور وکړو.»
سېلاب د هرات بلې اوسېدونکې، نسیمې ژوند هم بې اغېزې نه دی پرېشی، هغه وايي:«ډېر زیان مو کړی، پنځه یتمیان لرم، هیڅ هم نلرم.»
په همدې حال کې د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي هم مني چې سېلاوونو لسګونه کورنۍ بې کوره کړې دي.
هرات کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس، حمیدالله مبارز څرګندوي:«د سېلاوونو مخنوي لپاره اوسمهال کار روان دی، په یو شمېر ولسوالیو کې کار روان دی، هغه سیمې چې د زیان مخوینه یې کیږي، موږ په کې چارې پیل کړي، تر څو زیان راکم شي.»
هرات کې سېلاوونو د مالي زیانونو ترڅڼګ ځاني زیان هم له ځانه سره درلود.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي:«اړوندو ادارو ته د مرستو په موخه لارښوونه شوې ده، له بده مرغه سږ کال، کورونو، باغونو، ځمکو ته زیان رسېدلی او ډېر شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.»
دا ا ندېښې په داسې حالکې رامنځتته کېږي چې د هېواد هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سېلاوونو د راوتو خبرداری هم ورکړی وو.