د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال، ملا نادم له خپلو څلورو ملګرو سره د افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د هرات امنیه قومندان، جنرال امین الله امرخېل وايي د طالبانو یاد غړی چهارشنبې د شپې(د غويي په ۱۸مه نېټه) د یاد ولایت پد پارسي ولسوالۍ په سفیدانو کلي کې وژل شوی دی.
هغه وړاندې وايي چې ملا نادم کابو یوه اوونۍ کېده چې د له لسګونو نورو طالب وسلهوالو سره د چشت ولسوالۍ ته نېږدې د افغان ځواکونو او سیمهییزو پاڅون کوونکو پر پوستو او مرکزونو بریدونه کول.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې ملا نادم هوډ درلود تر څو د هرات پارسي ولسوالي نسکوره کړي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي یادو کسانو په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر ملکي کسان او سیمهییز پاڅون کوونکي وژلي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.