د کابل په روغتونو کې ډاکټران وايي هغه ناورغۍ چې د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کېږي، په پلازمېنه کې مخ په زیاتېدو دي.
د ډاکټرانو په وینا، د دغو ناروغیو له امله ناروغان چې ډېری یې ماشومان دي، د ډبرو سکرو پر دود د ککړې هوا د تنفس له امله ناروغان شوي دي.
دغه ډاکټران وايي چې د دغې ناروغیو له امله د ورځې په لسګونه تنه روغتونونو ته مراجعه کوي.
کابل کې د هوا له سړېدو سره خوجت، د دغه ښار هوا هم په شدت سره ککړه شوې؛ هغه هم داسې چې د ورځ له څلورو بجو وروسته په دغه ښار کې حتا ګرځېدل ستونزمن دي.
جاوېد یو له دغو ناروغانو دی هغه په خپله د کابل په یوې څنډه کې د ډبرو سکاره پلوري، هغه وايي چې د هوا ککړتیا هغه هم ناروغ کړی:«نه یوازې زه بلکې دلته زما ټول ملګري ناروغان دي.»
د کابل اوسېدونکی عبدالقادر جلالي هم په دې اړه وايي:«د کابل هوا ډېره خرابه شوې او باید ورته پاملرنه وشي.»
دا مهال ټول کابل کې هره ورځ نه یوازې یو مېلیون کورونو بلکې د لوړ پوړو ودانیو په مرکز ګرمیو، حمامونو او تولیدي فابریکو کې د ډبرو سکاره په اور پسې اچول کېږي.
د ښار د یو اپارتمان خاوند وايي، هره ورځ له درې سوه تر پنځه سوه کېلو ګرامو پورې سکاره مرکز ګرمۍ کې سوځوي، خو وايي، دوی د لوګي د تصفیې له وسیلو هم کار ورسره اخلي.
بلخوا د کابل ښاروالۍ په اټکلي توګه وايي، کابلیان د ورځې درې مېلیونه کېلو ګرامه سکاره د کورونو د تودولو لپاره سوځوي او د ښار موټر هم اته مېلیونه لېټره تېل کاروي.
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس جلیل سلطاني په دې اړه وویل:«په کابل کې یو مېلیون کورنۍ دي؛ کهچېرې هره کورنۍ لږ تر لږه درې کیلوګرامه د ډبرو سکاره وسوځوي درې مېلیونه کیلو کېږي.»
خو د سونګ توکو له کبله د هوا ککړتیا ښاریانو ته سرخوږی پیدا کړی او ډاکټران هم وايي چې له دې وجې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوې دي.
د کابل د هوا له ککړتیا سره هم مهاله اجرایه ریاست هم وايي چې مسوولو ادارو د خطر د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وویل:«د کورنیو چارو وزارت ته لارښونه شوې ترڅو هر تولیدي شرکت او یا هم ودانۍ چې د چاپېریال ساتنې معیارونه په پام کې ونه نیسي، وتړي.»
په کابل کې د وګړو د شمېر زیاتوالي او د پایدارې انرژۍ نشتوالي د دغه ښار د هوا په ککړتیا کې خورا رول لوبولی ځکه خلک د برېښنا د بدیل په توګه د ډبرو سکرو او لرګیو د سوځولو په لټه کې دي.