Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد پنځو مهمو ښارونو له نسکورېدو اندېښنه

د هېواد په سویل ختیځ کې ګردیز، شمال ختیځ کې کندز، مرکز کې غزني ، لویدیځ کې فراه او شمال کې میمني اوسیدونکي د مهمو ښارونو د احتمالي سقوط څخه اندېښنه لري، دفاع وزارت هم دغه اندېښنې جدي ګڼي.

دوی د طالبانو لاسته یادو ښارونو له لویدو وېره لري.

مدني فعال، عبدالرحمان وايي: «موږ دا اندېښنه رو چې نن شپه به برید کېږي او سبا به کېږي، حالت هیڅ ښه نه دي.»

د کندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي هم اندېښنه لري:« داسي ګنګوسې شته چې پر کندز ساعتونو او یا بله ورځ د طالبانو بریدونه کېږي، خو هېڅوک دې اندېښون ته پام نه کوي.»

د ملي دفاع وزارت د د ملي دفاع وزارت هم دا اندېښنې پر ځای بولي او زیاتوي چې دغه اندېښنې يي له امریکايي ځواکونو سره شريکي کړې دي دوی زیاتوي که په دې برخه کې د طالبانو کوم احتمالي څرک ولیدل شي، امریکايي ځواکونه د هوايي ځواک په برخه کې د دوی مرسته کوي.

د یاد وزارت ویاند، غفور احمد جاوید څرګندوي:«دا اندېښنې په پام کې نیول شوې دي او په اړه یې د نړیوالو دوستانوسره خبرې شوې دي او دوی به هره برخه کې چې کولی شي مرسته کړي.»

د ملي دفاع وزارت د اپراسیون ریاست په دغو سیمو کې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت هم د ګواښونو په وړاندې د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه ډاډ ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي:«زموږ د پوځي متخصیصنو د مشورو په مخې موږ پوځيان په پام کې نیسو.»

خو ولې وضعیت په دې ډول شوی چې د غزني ښار د ځینو برخو له سقوط وروسته د پنځو نورو ولایتونو مرکزونه هم له امنیتي پلوه ناسم وضعیت لري؟

پوځي کارپوه، میاګل خالد داسې نظر لري:«د امریکا تګلارې تل په بدلون کې دي، ډېرې ګټورې نه وې، موږ اړتیا لرو چې د جګړې ترڅنګ دپلوماسي هم په پام کې ونیول شي.»

د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې له اعلانه یو کال تیریږي چې کابل او واشنګټن تمه لرله په افغنستان کې به د جګړې بندون مات کړي او په نړۍ کې به د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پاي ټکی کیږدي، خو تراوسه هم د جګړې اور بل دی او د دولتي ځواکونو تلفات د انديښنې وړ بلل کیږي.

د دفاع وزارت د عملیاتي چارو مرستیال په نېږدي راتلوونکي کي د هېواد په شمال، شمال لويدېځو او سویلي برخو کې د پوځ د پراخو عملیاتو څخه خبر ور کوي

شریک یي کړئ