Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر غني د کارقانوني پای او ځنډېدو ته یې د امریکا درناوی

کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر، جان بس په قانوني توګه د ملي یووالي حکومت کاري دوره پای ته رسېدلې بولي.

جان بس که څه هم د حکومت د کار د دوام لپاره د سترې محکمې پرېکړه د درناوي وړ بولي، خو ټینګار کوي چې د حکومت صلاحیتونه باید محدود شي.

د امریکا سفیر د حکومت د قانوني دورې تر پای ته رسېدو وروسته د وزیرانو او نورو چارواکو  ادلون بدلون د پوښتنې وړ بولي او وايي، ښه به دا وي چې وپوښتل شي ایا دا کارونه ملي ګټو سره سم دي او که حکومت کې دننه د افرادو په ګټه دي؟

په کابل کې د امریکا سفیر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي د ملي یووالي حکومت په یوه فوق العاده پړاو کې دی او په دې وخت کې باید حکومتي مشران او چارواکي په حکومت کې د ځینو کارونو د ترسره کیدو مخنیوی وکړي.

هغه وړاندې وايي:«‎موږ په بشپړه توګه تمه لرو چې ولسمشر او اجراییه رییس، وزیران او د دوی کارکونکي پوه شي چې دا یوه فوق العاده دوره ده او دوی باید د ځینو کارونو مخنیوی وکړي تردې چې څرنګه حکومتي چارې د حکومت په اساسي کارونو پورې محدودې کړي، نن په حکومت کې ډیر داسې کسان شته چې په اسانۍ دا فکر کوي چې د کار موده یې غځول شوې او کارونه یې په معمول ډول دي.»

د جان بس په وینا په فوق العاده دوره کې د وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو بدلول او د ټاکنو د قانون پر لسمې مادې تکیه کول چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان یې د دولتي سرچینو، شتمنیو او اسانتیاوو له کارولو منعه کړي، پوښتنه کوي چې آیا دا اقدامات له ملي ګټو سره برابر دي او که په حکومت کې د یو شمیرو کړیو یا د ولسمشرۍ د یوه نوماند په ګټه دي؟

کابل کې د امریکا سفیر وړاندې وايي:«‎مناسبه ده چې پوښتنه وشي ولې د حکومت د قانوني کار له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته وزیران بدلېږي او ولې نور زیات شمېر لوړپوړي چارواکي بدلیږي، په ډېری ولسواکو نظامونو کې له ټاکنو درې تر څلور میاشتې مخکې په کابینه کې لوی بدلونونه نه وینئ او همداراز د حکومتي چارواکو بدلول نه وینئ له دې امله مناسبه ده پوښتنه وشي چې ولې دا کار کيږي او فکر کوم نور نوماندان مشروع پوښتنې لري.»

په افغانستان کې دغه لوړپوړی امریکايي سیاستوال مسکو ته تللی پلاوی ټول ګډونه نه بولي خو ټینګار کوي ددې ناستې اغیزمنتیا د هغې په پایلې پورې اړه لري.

هغه همداراز په دې اړه وايي:« امریکا د سولې بهیر د انحصار په لټه کې نه ده موږ فکر کوو چې ډیر هېوادونه په دې برخه کې مهم رول لري چې او موږ له هرې هغې هڅې چې دا بهیر پیاوړی کړي او دا بهیر د هغه څه په لور بوځي چې موږ فکر کوو مهم عنصر دی او هغه ټول ګډونه خبرې چې د افغانانو یعنې د طالبانو، حکومت او ټولنې د لویې برخې د استازو ترمنځ وي هرکلی کوو.»

د امریکا سفیر وايي د پياوړو ټاکنو کېدل د طالبانو ادعا ته تر ټولو ښه ځواب دی چې اوسنی سیستم ناکاره او نامشروع بولي له دې امله طالبانو ته روښانه پيغام دی چې ټولنه او خلک نه غواړي لاس ته راوړنې او ولسواکي له لاسه ورکړي.    

په افغانستان کې دغه لوړپوړی امریکايي سیاستوال مسکو ته تللی پلاوی ټول ګډونه نه بولي خو ټینګار کوي ددې ناستې اغیزمنتیا د هغې په پایلې پورې اړه لري

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه