د افغانستان مېرمنې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په موخه د نړۍ په کچه د ښځو له یو مېلیاردي پاڅون سره یوځای شوې.
د فبرورۍ په ۱۴ مه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو مېلیارد مېرمنې په جلا جلا غونډو او ناستو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره غږ پورته کړ، په کابل کې هم په لسګونه مېرمنې د یوې غونډې په ترڅ کې له دغه نړیوال پاڅون سره له همغږۍ سره په افغانستان او نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره خپل غږ پورته کړ.
په دې غونډه کې د افغانستان ښځو د یووالي، پرمختګ او مقاومت تر شعار لاندې په نړۍ کې د ښځو له مېلیاردي پاڅون څخه ملاتړ وکړ.
دا غونډه د مېرمنو شبکې لخوا د نړۍ د یو مېلیاردي پاڅون کوونکو مېرمنو د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده.
د افغان مېرمنو شبکه وايي، دغه شبکه په ۲۰۱۳ زیږدیز کال راهیسې له دغه نړیوال پاڅون سره یوځای شوې ده.
د مېرمنو د شبکې مشره حسینا صافۍ وايي:«زموږ د سږکال پیغام؛ پیوستون، پرمختګ، مقاومت او یووالی دی.»
حقوق پوهه شهلا فرید هم څرګنده وي:«د فبرورۍ پر څوارلسمه موږ دا ورځ ولمانځله، هیله لرو چې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه د ښځو چارو وزارت اعلان وکړي چې موږ د ښځو د مطالعې یو مرکز پرانیستی چې په هغه مرکز کې په علمي توګه د هېواد د ښځو د وضعیت په اړه مطالعه ترسره کېږي او هیله لرو چې موږ د دغې ورځې شاهد وو.»
د مېرمنو شبکې مسوولینې وايي، چې د هېواد په ولایتونو کې مېرمنې عدالت ته په سمه توګه لاسرسی نهلري.
دغه شبکه په یوه پرېکړه لیک کې له افغان حکومته غواړي په دولتي بنسټونو او په ځانګړې توګه ولایتو نو کې دې د مېرمنو ونډه زیاته کړي.
د مېرمنو شبکې د رسنیو د برخې همغږی کوونکی روشن مشعل په دې اړه وویل:«موږ د ملي یووالي له حکومته او دهغه له نړیوالو شریکانو غواړو چې له هغو بنسټونو څخه چې د تاوتریخوالي د قرباني ښځو ملاتړ کوي، په جدي توګه ملاتړ وکړي. موږ د تېر په څېر په کار ځایونو کې د ښځو په وړاندې د تبعیض او تاوتریخوالي په لهمنځه وړلو ټینګار کوو.»
د افغان مېرمنو شبکې د رسنیو مسووله شکیلا نظري هم په ډاګه وايي:«ټول پوهېږي چې ډېری تګلارې، طرحې، او پروګرامونه شته لکه د دوامداره انکشاف موخې، هېوادنۍ ژمنه، او په لسګونه نور پروګرامونه، خو موږ تمه لرو چې سندونه یوازې د پاڼو او کاغذونو پر مخ پاتې نهشي.»
په ټوله نړۍ کې د یو مېلیارد پاڅون کوونکو مېرمنو اعتراضي خوځښت د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوی دی.
هر کال د فبرورۍ ۱۴مه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې مېرمنې په لاریونونو، اعتراضونو او غونډو کې ګډون کوي او د مېرمنو پر وړاندې د زور زیاتي مخنیوي غوښتنه کوي.