سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د حکومت مشرتابه، د پلازمېنې د امنیتي او استخباراتو بنسټونو چارواکي د پلازمېنې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې کېدو له امله ګوښه کړي دي.
دغه شرچینې، زیاتوي چې د کابل امنیه قومندان، د کابل د ۱۱۱ فرقې قومندان او د کابل د ملي امنیت رییس له خپلو دندو لیرې کړل شوي دي.
د دغې سرچینې په وینا، سیدمحمد روشندل د کابل د امنیه قومندان په توګه ګمارل شوی. ښاغلي روشندل له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ځانګړو قطعو قومندان وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه وايي:«کابل ته نوی قومندان ټاکل شوی او انشاالله چې په ټولو برخو کې هم د دې تمه کېږي چې بدلون رامنځته شي.»
بل پلو د یوې طرحې له مخې حکومت پلازمېنه کابل په څلورو امنیتي برخو وېشلې او د دې کار لامل یې د پلازمېنې د وضعیت د ښه والي لپاره هڅه بللې ده.
اجرايي رییس عبدالله عبدالله وویل:«همدا تابیاوې دي چې پرې بحث کېږي او مسلکي نظر چې وړاندې کېږي او له هغې تجربې سره یې چې لرو دا تدابیر نیول کېږي.»
له دې وړاندې ولسمشر هم د کابل په لوېدیځ کې له خلکو سره د لیدو پر مهال په دې اړه خبرې کړې وې.
خو د ملي امنیت پخوانی رییس د کابل د امنیت ټنیګښت کوچني کول اغېزمن نه بولي او د اوسنیو ننګونو څخه د وتو یوازینۍ لاره د حکومت له لوري د خلکو د باور ترلاسه کول او ګډ کار بولي.
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح په دې اړه زیاته کړه:«خلک دې محور وټاکي لکه څرنګه یې چې شعار ورکړی د خلکو محوري ټاکل مانا یې دا ده چې باید له خلکو پوښتنه وکړي چې دښمن څوک دی، له خلکو وپوښتي چې زموږ تشه څه ده.»
د یادونې وړ ده، پلازمېنه په تېرو میاشتو کې د څو ترهګریزو بریدونو شاهده وه.
دغه راز پخواني نظاميان وايي، د تېرو کلونو په پرتله د هېواد امنیتي وضعیت خراب شوی دی.