Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور کابو۱۰۰زره ګډون کوونکو لوړو زده‎ کړو ته لاره پیدا نه کړه

د لوړو زده‎کړو وزارت  نن شنبې (د زمري ۷ مه) د ۱۳۹۵ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، یاد وزارت وايي چې په دغه بهیر کې د ۱۶۹ زره او ۵۲۹ تنو له ډلې۶۰ زره او ۶۲۵ تنو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړه.

له دې حساب سره ۱۰۸ زره او ۹۰۴ تنو لوړو زده کړو ته لاره پیدا نه کړه. خو د لوړو زده‎کړو وزارت وايي چې د کانکور ازموینې ورکونکو چې نه دي توانېدلي لوړو زده کړو بنسټونو ته لاره پیدا کړي،نیمه لوړو زده کړو بنسټونو او خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.

د لوړو زده‎کړو وزارت سرپرست عبدالطیف روشان د کانکور د ازموینې د پایلو د اعلان پر مهال وویل:«د لوړو زده‎کړو وزارت د شمېرو له مخې، سږ کال د ۱۷۸ زره او ۹۰۶ تنه د کانکور داوطلبان وو، چې په دغه ازموینه کې ۱۶۹ زره او ۵۲۹ تنو ګډون کړی وه؛له دې ډلې ۶۰ زره او ۶۲۵ تنه دولتي پوهنتونو او ۳۱ زره او ۶۳۹ تنه نیمه عالي دولتي تحصیلي موسسو ته، ۵۵ زره او ۲۶۶ تنو هم خضوصي پوهنتونو ته لاره پیدا کړې ده چې له دې ډلې ۴۸ زره او ۳۵۸ تنه یې نجونې او ۱۴زره او ۵۳۰ تنه یې هلکان دي»

یاد وزارت وايي چې سږ کال د ۱۸۷ زرو له ډلې ۱۶۹ زرو ګډون کړی وه، او شاوخوا ۴۸ زره تنه یې نجونې وې.

د ګټونکو د نوملړ په سر سر کې، له کابل نه د دولسم ټولګي فارغ رضا، د ۳۴۴اعشاریه ۲۴ نمرو په ګټلو سره لومړی ځای ګی خپل کړی.

دغه راز له غزني ولایت نه اختر محمد، د ۳۴۴ اعشاریه ۲۰ نمرو په ګټلو سره دویم او له کابل څخه ذبیح الله د ۳۴۲اعشاریه ۶ نمرو ګټلو سره درېبیم ځای خپل کړی دی.

همداشان د جوزجان له ولایت نه ۳۴۲ اعشاریه ۵ نمرو سره څلورم او له کابل نه حامد د ۳۴۰ نمرو په ګټلو سره پنځم ځای خپل کړی دی.

په همدې حال کې د کانکور ازموینې د کمېټې رئیسو احمد جاوید رسولي څرګندوي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به هېواد کې کانکور ازموینې له نړیوالې کچې سره برابرې ترسره شي.

ښاغلی رسولي زیاتوي:«لکه څنګه چې مو ژمنه کړې وه د رڼښت په برخه کې هڅه مو وکړه او پر وخت مو پایلې اعلان کړې، او راتلونکې کې به هم پر معیاري کولو هم کار وکړو.»

د کانکور د ازموینې پایلې په داسې حال کې اعلان کېږي چې په تېرو کلونو کې د دغه بهیر کې د روڼتیا په اړه پوښتنو شتون درلود. اوس د لوړو زده‎کړو وزارت ډاډ ورکوي چې دغه بهیر په رڼه توګه ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ