Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رازق :پاکستان د طالبانو درېیمې ډلې رامنځته کولو په هڅه کې دی

د کندهار امنیه قومندان خبر داری ورکوي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو درېیمې ډلې رامنځته کولو په هڅه کې دی.

د کورنیو چارو وزارت دغه درې ستوري لرونکی جنرال وایي چې پاکستان له دوو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې د ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ درېیمه ډله په افغانستان کې رامنځته کړي.

ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو ډلې مشر ملاعمر د مرګ خبر خپرېدو وروسته له یادې ډلې بیل شو او وروسته یې ملا منصور ته بیعت وکړ.

د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق زیاتوي چې د طالبانو له‎خوا په افغانستان کې د کابل شاه‎شهید برید مسوولیت نه اخیستو د پاکستان غصه راپارولې ده او له همدې امله هڅه کوي چې درېیمه ډله په افغانستان کې رامنځته کړي.

د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق څرګنده کړه:"اوس په افغانستان کې د طالبانو دوې ډلې د ملا منصور او ملا رسول په مشرۍ فعالیت کوي خو پاکستان هڅه کوي چې ملا قیوم ذاکر په مشرۍ درېیمه ډله رامنځته کړي او په دغه کار کې سراج حقاني له پاکستان سره همکاري کوي."

د کندهارامنیه قوماندان وايي په افغانستان کې د دغې وسله‎والې ډلې د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د هڅو اصلي لامل دا دی چې د پاکستان له حکمونو څخه د طالبانو سرغړونې زیاتې شوې دي.

ښاغلی رازق زیاتوي:"طالبانو په دې وروستیو کې هغه ویاندویان چې د بریدونو مسوولیت پر غاړه نه اخلي وژني د مثال په توګه د سید محمد حقاني وژنه د شاه‎شهید برید وروسته په ناڅرګند ډول ووژل شو او هغه طالبان چې له پاکستان څخه سرغړونه کوي د دغه هېواد له غبرګون سره مخامخ کيږي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د پاکستان سیاسي او پوځي کارپوهانو ویلي دي چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو لپاره پر یادې ډلې د اسلام آباد فشارونه زیات شوي دي او پاکستاني چارواکو طالبانو ته د لیک په لېږلو سره دوی ته د خبرداری ورکړی چې که د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته چمتو شي، او که دغه کار یې و نه کړ نو له کورونیو سره به له پاکستان څخه ویستل شي.

د کندهار امنیه قومندان خبر داری ورکوي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو درېیمې ډلې رامنځته کولو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه