د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښته کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي څرګندوي چې نښته تېره شپه(سېشنبې د چنګاښ۲۷م) پیل شوه او تر سهار یې دوام درلود.
په دې نښته کې ۸ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپيان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، په دې نښته کې دوه پوستې د طالب وسلهوالو لخوا نسکورې شوې.
وسلهوالو له ځانه سره یو شمېر وسلې او یو رنجر موټر هم وړي دي.
د زابل یو امنیتي چارواکي وايي د نښتې پرمهال د ملي اردو سرتېري د جګړې سیمې ته د مرستې په موخه ور روان وو چې یو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
په دې پېښه کې یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه