پوځي چارواکي تائيدوي چې په سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالب وسلهوالو برید په پایله کې دوو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان دي.
د ۲۰۹شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي وايي چې برید تېره شپه(جمعه د وري۱۷مه) په بلغلي کلي کې شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې برید کابو نیم ساعت دوام وکړ، او د پېښې ټپيان د شاهین قول اردو روغتون ته ولېږدول شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.
که څه هم خپاره شوي رېپوټونه وايي چې طالبانو له ځانه سره د افغان ځواکونو درې ټانکونه هم وړي دي، خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاید یې ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی رضايي وايي چې افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې چې د سرپل په شیرم ولسوالۍ کې یې کړي دي، ۱۴ طالب وسلهوال وژل شوي دي او اوه تنه نور ټپيان دي.
خو طالبانو ادعا کړې چې په دې بریدونو کې ۱۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، حکومت دا خبره نه ده تائید کړې.