Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې شورا د سولې لپاره سیاسي ګوندونه پوښتي

د سولې شورا له طالبانو سره د رسمي خبرو او طرحې برابرولو لپاره د سیاسي ګوندونو نظرونه وپوښت.

خو د اسلامي ګوند مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د سولې د طرحې په اړه ځينې وړاندیزونه لري.

هغه وویل: «له فوري او بلا قید او شرط اوربند سره په جګړه کې د ټولو لوریو بهرنیو ځواکونو، دولت او له وسله‌والو مخالفینو غواړو، بلا قید او شرطه؛ همدغه جرګه د دې طرحې په ترڅ کې باید له ټولو لوریو وغواړي چې بلا قید او شرطه اوربند ومني، له هر ډول مخکیني شرط پرته د مذاکراتو پیل، هیڅ څوک هیڅ لوری باید داسې شرط وضع نه کړي چې د مذاکراتو د ځنډ لامل شي، همدا راز له داسې یو غیرجنګي سیمې سره د ټولو لوریو توافق چې هلته د هېڅ لوري وسله‌وال ځواکونه نه وي.»

د «وحدت اسلامي افغانستان» ګوند پر دې نظر دی چې حکومت دې له طالبانو سره په ټولو مواردو کې د خبرو لار پرانیستې وساتي. 

د یاد ګوند مشر محمد محقق وايي: «که پر حکومت بحث کوئ، چې وروره تاسې یو اړخیز حکومت جوړ کړی دی، بسم الله پر هغه هم بحث کوو، خو طبعاً یو نوی جوړښت راځي، که هغوی د بهرنیانو پر مسله ملاحظات لري، بهرنیان چا دواطلبانه او له شوقه نه دي راوستي، خو یوه پروسه وه، راغلل، ښه وه که بده وه، دلته راغلل، که موږ یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو، سوله وکړو، د بهرنیانو د موجودیت ضرورت هم له منځه ځي، چې اوس نو ضرورت نشته باید لاړ شي.»

د سولې شورا وايي دوی غیر مستقیم له طالبانو سره نظرونه تبادله کړي دي. 

د دې شورا مشر محمد کریم خلیلي څرګنده کړه: «موږ په مختلفو سویو او بېلابېلو لارو حتا د طالبانو د تحریک تر مشرانو پورې خپل نظر رسولی او د دوی نظر مو اخیستی، البته دا ټول په واسطه و.»

طالبانو د سولې شورا د مشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو او لنډمهاله حکومت پر جوړېدو حزب‌اسلامي بل نظر لري.

ګبلدین حکمتیار د پورته څرګندونو تر څنګ د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره هم مخالفت وښود، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «اوس د لنډمهاله حکومت له جوړېدو سره موافق نه یم، دا نه عملي دی نه مفید، د مخالفینو یوه غوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، هغوی په دې کې یوازې نه دي، د ملت غوڅ اکثریت هم همدا وايي.»

د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم ورته نظر لري، هغه وویل: «داسې هېوادونه لکه د روسيې فډارسیون، د ایران اسلامي جمهوري، لکه دعوه چې کېږي د افغان حکومت او چارواکو له لوري، همدارنګه داسې هېوادونه لکه چين، دا هېوادونه په لږ تر لږه له طالبانو سره په خبرو اترو کې دي، حد اقل پر طالبانو [حساب] کوي، پر همدې اساس، د سولې په برخه کې که په اندونزیا، ازبکستان یا مسکو کې کومې هڅې او جلسې وي، یا هم د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو تر منځ خبرې اترې، یو واقعیت په ډاګه کوي، هغه واقعیت دا دی چې د مخالفو ځواکونو پر وړاندې د افغان حکومت او مبارزې په ملاتړ نړیواله او سیمه‌ییزه اجماع له منځه تلونکې ده.»

څه موده وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له حکومت او طالبانو غوښتل چې د سولې پروسې لپاره با صلاحیته پلاوي ورته وټاکي. 

د سولې عالي شورا وايي ولسمشر د یو با صلاحیته او ټول‌شموله پلاوي د ټاکلو لپاره سلا مشورې پیل کړې دي او وايي چې په دې پروسه کې به د چین او روسيې په ګډون ټول ښکېل هېوادونه همغږي شي. 

د دې شورا د دارالانشاء مشر محمد اکر خپلواک وايي: «د امریکا د متحده ایالاتو او د هغه تر څنګ د چین، روسيې، هند او برتانیې دې ټولو شمولیت، همکارۍ او همغږي ضروري ده، چې الحمدلله په دغه لاره باندې ګام‌زن یو او ان شاءالله تعالی په دې برخه کې به؛ که په نورو برخو کې د نیابوتونو جنګونو یا د نورو رقابتونو مرکز یو، مګر ان شاءالله کوشش به کوو چې یوازینۍ برخه چې هغه سوله ده او هغه د افغانستان سیاسي حل‌لاره ده، په هغه اړوند د ټولو اجماع واخلو.»

د سولې عالي شورا په دې برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو ته خوشبینه برېښي، خو حزب‌اسلامي وايي طالبان دې له افغان دولت سره هم خبرې وکړي.
 
شریک یي کړئ