د ناټو سرمنشي، سټولټنبرګ وايي دوی تر دې دمه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره کومه پریکړه نه ده کړې.
نوموړي په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې وویل ناټو په افغانستان کې دایمي حضور نه غواړي، خو د هغوی موخه له ترهګرو سره مبارزه او د افغانستان ټیکاو دی.
د ناټو لوی منشي د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او زیاتوي چې د افغانستان حکومت باید په دې بهیر کې شامل شي.
د نوموړي په وینا د ناټو غړي هېوادونه په ګډ ډول افغانستان ته تللي وو او د افغانستان د راتلوونکې په اړه هم ګډه پریکړه کوي.
د دې غونډې تر جوړیدو مخکې د ناټو سرمنشي له افغانستانه د ناټو د غړو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ:« په افغانستان کې زموږ رول د یوې سولهییزې حل لارې لپاره د شرایطو رامنځته کول دي. زموږ موخه دانه ده چې د تل لپاره په افغانستان کي پاتې شو، بلکې زموږ موخه له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغان پوځ او امنیتي ځواکونو روزنه له هغوی سره مرسته او مشوره ورکول دي؛ څو وکړی شي په یوازې توګه خپل هېواد ټیکاو ته ورسوي. له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په تړاو هیڅ پریکړه نه ده شوې.»
سټولټنبرګ زیاتوي چې د واشنګټن د سولې هڅې له ناټو سره په سلا مشورې پر مخ ځي او په وروستیو اوونیو کې یې له خلیل زاد سره درې ځلي لیدلي دي.
دی وړاندې وايي:« د ناټو متحدان یو ځای افغانستان ته تللي دي او په هغه هېواد کې د راتلوونکي حضور په تړاو شرایطو او د افغانانو مشورو ته په پام سره یو ځای پریکړه کوي، موږ د سولې د هڅو ملاتړ کوو او که دې هوکړې لپاره که چیري وشي هر کار چې زموږ په وس کې وي ترسره به یې کړو.»
سټولټنبرګ د سولې په برخه کې د حکومت هڅو په تړاو وايي ولسمشر تېرکال اوربند اعلان کړ او دا د سولې لپاره مهم ګام وو.
هغه وړاندې وايي:«زه غواړم له ولسمشر غني نه د اوربند نوښت لپاره چې ترسره یې کړ، درناوی وکړم.»
ناټو اوس مهال په افغانستان کې شپاړس زره پوځیان لري چې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې ورکولو او مرستې په ماموریت بوخت دي.