Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسي ګوندونه: د سولې خبرو اترو کې زموږ طرحې ناپامه نیول کېږي

په داسې حال کې چې د سولې اړوند خبرو اترو کې د زلمي خلیل‌زاد هڅو ته هیلې ډېرې شوې دي، سیاسي ګوندونه او جریانونه په دې خبرو اترو کې حکومت تورنوي چې طرحو ته يې هیڅ پام نه کوي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال ویاند احسان نیرو، مشخصاً ولسمشر غني پر غوږ نه نیولو تورنوي، هغه وویل: «د سیاسي ګوندونو طرحې د ولسمشر له لوري نه دي اورېدل شوې، که اورېدل شوې وای، اوس به مو د سیاسي ګوندونو له لوري حد اقل د وړاندیز شویو کسانو یو پلاوی درلود.»

ارګ د سولې د خبرو اترو لپاره د مشورتي بورډ پر هڅو بوخت دی، خو د سیاسي ګوندونو او جریانونو د کمېټې مشر محمد ناطقي وايي، دوی له دې بورډه دا تمه نه درلوده، لکه څنګه چې يې اوس ولسمشر جوړښت وړاندې کړی دی. 

ښاغلي ناطقي زیاته کړه: «هغه خبرې اترې چې له ولسمشر سره شوې، د سولې لپاره د مشورتي بورډ او هئت جوړول و، خو د هغه پایلې دا نه وې لکه اوس چې راوتلې.»

د سولې په اړه د ارګ د مشورتي بورډ په هکله له ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې طلوع‌نیوز ته ویلي، چې تر اوسه پورې د دې بورډ لپاره د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیره حسینه ساپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال تواب بارکزی، د کډوالو وزارت مرستیاله عالمه، د ملي امنیت مرستیال جنرال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د سولې عالي شورا غړی عطاءالله لودین، د پکتیا والي شمیم کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو رییس توریالی غیاثي ټاکل شوي. 

سیاسي ګوندونه ټینګار کوي چې له دوی سره د خبرو اترو لپاره ان طالبان هم دي، ځکه خو باید په دې برخه کې ناپامه ونه نیول شي. 

د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح وايي سیاسي ګوندونه باید په دې خبرو اترو کې شریک او په وینا يې له قوي موقفه خبرې وشي. 

صالح وویل: «د افغانستان تر بیرغ لاندې دغه سیاسي قشر چې اساسي قانون مني، تاسې يې بسیج کړئ، بسیج دا مانا نه، چې تاسې يې په واک کې در ګډ کړئ، د سولې او جنګ اجنډاوې له دوی سره شریکې کړئ، چې له قوي موقف نه له دښمن سره خبرې وکړئ.»

حکومت د سولې اړوند د خبرو اترو په برخه کې یو یوولس کسیز پلاوی ټاکلی دی، خو د علماوو شورا پرې نیوکه لري او وايي، له طالبانو سره باید د طالبانو په لهجه خبرې وشي. 

د علماوو د شورا غړی مولوي نور پادشاه وايي: «له دولته زموږ غوښتنه دا ده، چې په دې بورډ کې اغېزمن کسان وټاکي داسې کسان چې د طالبانو له لهجې سره بلد او له هغوی سره خبرې وکړای شي.»

د ښځو د حقونو فعاله فتانه ګیلاني هم وايي باید داسې کسان وګمارل شي، چې د دې په وینا افغانستان‌شموله وي: «ولسمشر ويلي و، که مې سره لاړ شي هم افغانستان ته سوله راولم، موږ وايو چې نه سر دې باید لاړ نه شي، خو باید له عقله دې کار واخلې او داسې کسان وګمارې چې افغانستان‌شموله وي او د ملي ګټو لپاره کار وکړي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ د سولې د خبرو اترو لپاره د سولې عالي شورا هم د یو پلاوي د جوړولو اړوند خبر ورکړ.

د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وویل، دغه پلاوی به له پنځو تر اوو تنو غړي ولري او په خبرو اترو کې به مهم رول ولري. 

هغه وویل: «تر ټاکنو وړاندې له طالبانو سره خبرې اترې باید یوې پایلې ته ورسېږي، د دې مانا دا ده چې پلاوی باید ژر جوړ شي، موږ ډېر وخت نه لرو.»

د امریکا متحده ایالاتو او حکومت تر څنګ روسیه هم په افغانستان کې د سولې لپاره پر هڅو بوخته ښکاري.

مسکو کې تېره میاشت (لړم، ۱۸مه) د سولې عالي شورا پلاوي، طالب پلاوي، د سیمې د ځينو هېوادونو استازو او د امریکا یو ناظر استازي برخه واخیسته. 

په کابل کې د دې هېواد سفارت ويلي، چې د بلې ناستې نیت هم لري او هیله لري چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیل‌زاد به هم برخه پکې واخلي. 

د دې سفارت مرستیال البرت خوزیف وايي، دوی هیله لري چې په راروان دیسمبر کی به د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی ډاکټر زلمی خلیل‌زاد هم مسکو ته سفر وکړي. 

مسکو د تېرې میاشتې (لړم پر اتلسمه) هم د افغانستان سولې اړوند غونډه جوړه کړې وه، چې پکې د سیمې د لسو هېوادونو د استازو تر څنګ طالبانو هم برخه درلوده. 

 د روسيې د سفیر مرستیال البرت خوزیف په کابل کې د روسيې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وویل: «فکر کوم لکه چې تاسې هم واورېدل، کابلوف وویل چې هغه مسکو ته د خلیل‌زاد د ورتګ په تمه دی.»

شریک یي کړئ