Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شنډنډ ولسوالۍ کې چاودنې د شپږو کسانو ژوند واخیست

د هرات ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په یوه ریکشا کې ځای پر ځای شوي چاوېدونکو توکو چاودنې له کبله ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا چارواکي وايي چې دې چاودنه کې نهه تنه ټپيان دي او د پېښې قربانیان ټول ملکي کسان دي.

د شینډنډ ولسوالۍ د روغتون مسوؤلین وايي چې له پېښې روغتون ته ۶ مړي او نن ټپيان وروړل شوي دي.

دا مسوؤلین وايي چې په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د پېښې شاهدان څرګندوي چې له سهار راهیسي پر ریکشا شکمن وو، او د پوځ سرتېرو ته یې هم خبر ورکړی وه، خو دوی تر پلټنې وروسته څه نه وو پیدا کړي.

دوی وايي چې ماین هغه وخت چاودنه وکړه چې له ښوونځي او جومات ماشومان راووتل.

تر اوسه د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د چاودنې په پایله کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ