د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي چې د افغانستان خلک نه غواړي هېواد یې طالباني وي او هغوی د دغه بهیر پر ضد دي.
اجرايي رییس چې هند ته په اقتصادي نندارتون کې د ګډون لپاره تللی وه، وايي کهچېرې طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي، د افغانستان خلک به له هغوی هرکلی وکړي.
هغه زیاته کړه:« د افغانستان خلک د هېواد د طالباني کېدو خلاف دي، خو له دې سره په یو وخت خلک دا درک کوي کهچېرې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، له سیاسي بهیر سره یو ځای شي دا به د هېواد په ګټه وي.»
ښاغلی عبدالله په هند کې د رویټرز خبري آژانس له خبریال سره په مرکه کې وايي له افغانستانه بهر د ترهګرو امن پټنځایونه له منځه نه دي تللي او له همدې امله په هېواد کې جګړه روانه ده.
هغه څرګنده کړه:« د ترهګرو ډلو پټنځایونه له افغانستانه بهر دي، هغه پټنځایونه چې موږ باید ورته پاملرنه وکړو او له ګاونډیو هېوادونو سره او همداراز د نړیوالې ټولنې له لارې په دې برخه کې کار کوو، د دغو پټنځایونو شتون د جګړې بهرنی عنصر دی او البته دننه په هېواد کې د استخباراتو پیاوړي کول او زموږ د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي هم مهمه ده.»
که څه هم د یو شمېر امریکایي چارواکو په وینا ټاکل شوې وه په دې ورځو کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د خبرو بل پړاو ترسره شي خو داسې ښکاري چې دوې ورځې وروسته کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر راتګ او د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کار رسمي پیلول د دغو خبرو د ځنډېدو لامل شوی دی.