Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: چین په وروستۍ میاشت کې له طالبانو سره درې ځله خبرې اترې کړي

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس وايي چې چین په وروستۍ میاشت کې له طالبانو سره درې ځله خبرې اترې کړي دي.

عبدالله عبدالله په هغې ناسته کې چې په نوي ډهلي کې د "هندیا تودي" ورځپاڼې له خوا ترسره شوې وه وویل او طالبانو درک کړې ده چې جنګ د حل لاره نه‎ده او ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د چین د رول د سولې د خبرو اترو د سوال په ځواب کې وویل: "چې د تېرو میاشتو راهیسې له طالبانو سره په بېلابېلو ځایونو کې درې ځله خبرې اترې کړي دي او له طالبانو څخه یې غوښتي دي تر څو د افغانستان له دولت سره خبرې اترې پیل کړي،دا یو ښه پيغام دی،خو باید ووینو چې د هغه پایلې به څه وي."

په همدې حال کې ولسمشر غني نن د یوه لوپوړي پلاوي د مشرتابه په توګه د سولې د خبرو اترو لپاره صعودي عربستان ته په سفر وکړ. یو شمېر کارپوهان د سولې د خبرو اترو په بیهر کې د چین همکاریو ته هیله من دي.

که څه هم چې د اجرایه رییس دا سفر غیر رسمي دی خو نوی ډهلي د کابل او اسلام آباد له نږدې کېدو اندېښنه لري، په دې غونډه کې چې په نوي ډهلي کې جوړه شوه، په ۴۵ دقیقو کې له اجرایه رییس څخه په بېلابېلو ډولونو دا پوښتنه مطرح شوه چې آیا اسلام آباد به دا ځل په خپلو ویناو کې صادق وي، آیا د اړیکو دا ښه کېدل به د خبرو میز ته د طالبانو په راکاږلو کې مرسته وکړي؟

عبدالله عبدالله په دغې ناسته کې څرګنده کړه: " تاسو پوهیږﺉ چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په ښه حالت کې نه وې، او زیاتو هڅو ته یې اړتیا درلوده تر څو دا اړیکې ښې شي او دا په دې معنی نه‎دی چې له پاکستان سره زموږ د اړیکو ښه کېدل به له هند سره زموږ د اړیکو د قرباني کېدو لامل شي."

داسې باورونه دي چې چین له افغانستان سره د سولې په خبرو کې ښه همکار کېدای شي.

د افغانستان د ارزیابۍ او څېړنې د ځانګړي قطعې د اړیکو چارو او عدالت مرستیال میر احمد جوینده څرګنده کړه: " له دې امله چې اوس د سولې د خبرو اترو لومړنی پړاو دی نو دا غونډې عمومي شوې نه‎دي، خو زه فکر کوم چې چین د افغانستان د سولې په خبرو کې ښه مرسته کولی شي."

اجرایه رییس په دې ټنګار کوي چې د سولې په خبرو کې ډېره هڅه کوي چې لاسته راوړنې وساتل شي، خو د دغه پړاو پایلې رسېدو ته اوس هم اوږده لاره په مخ کې ده په دې برخه کې باید له زیاتو ستونزو سره مبارزه وکړو.

د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس وايي چې چین په وروستۍ میاشت کې له طالبانو سره درې ځله خبرې اترې کړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه