Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: که طالبان تاوتریخوالی پرېږدي، سیاسي بهیر ته راتلی شي

د هېواد اجراییه رییس، عبدالله عبدالله اسوشیټډ پرس خبرې آژانس سره د مرکې پرمهال ویلي، که طالبان له تاوتریخوالیو لاس واخلي، نو کولی شي چې په سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.

ده وړاندې ویلي دي چې وسله‎وال طالبان په هغه صورت کې په راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کي ګډون کولای شي چې نور تاوتریخوالی پرېږدي.

عبدالله ویلي دي:«کله چې دوی سیاسي بهیر ته راغلل، له تاوتریخوالي یې لاس واخیست، له ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې، نو کولی شي چې د سیاسي بهیر یوه برخه ووسي، که خلکو دوی(طالبانو) ته رایه ورکړه، نو کولی شي د خلکو استازي ووسي. نو کولی شي د افغانستان د خلکو استازېتوب وکړي.»

اجراییه رییس وړاندې ویلي دي:«زما اندېښنه دا ده چې دوی پوهیږي چې ټاکنې سمې دي، ښایې دا فرصت ونه لري، ځکه د افغانستان خلک طالبانیزم نه خوښوي.»

نوموړي که څه هم له وسله‎والو طالبانو د خبرو اترو پلوي کړې، خو تینګار کوي چي د سولي روانو خبرو کي باید لاسته راوړنې وساتل شي.

ښاغلی عبدالله همداراز په افغانستان له وسله‎الو طالبانو سره د اوربند رامنځته کولو په برخه کي د امریکا متحده ایالاتو له هڅو ملاتړ کړی دی:«اوربند مهم دی، نو پایله کې باید چې اوربند د سولې لامل شي. یوازې اوربند به د حل لاره نه وي، خو کولی شي چې د سولې یوه برخه ووسي.»

عبدالله  زیاتوي په افغانستان کي د جګړې د ختمېدو یوازیني لاره خبري اتري دي.

د هېواد اجراییه رییس په افغانستان کي د جګړې د ختمېدو یوازیني لاره خبري اتري بولي

شریک یي کړئ