دغزني ولایت سیمه ییز چارواکي د طالبانو برید پایله کې د ۶ سیمه ییزو پاڅونک کوونکو له وژل کېدو او د ۹ له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د غزنې د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده نن(پنجشنبې د زمري په ۲مه نېټه) وايي چې پېښه تېره شپه د یاد ولایت قره باغ ولسوالۍ هغه مهال شوې چې طالبانو د دغو ځواکونو پر پوستې برید وکړ.
ښاغلی جمعه زاده زیاتوي چې ټپیانو کې د سیمه ییزو پاڅونک کوونکو قومندان، ظفر هم شامل دی.
د والي روغتون ته د ټپیان له لېږد او د ښه حالت خبر ورکوي.
هغه څرګندوي چې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
طالبانو د پېښې مسوولیت منلی.