د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې لاسوهنو او د رڼو نه ترسره کېدو په اړه د څار بنسټونو اندېښنو سره سره، ولسمشر غني ډاډ ورکوي چې هېچاته به په ټاکنو کې د لاس وهنې اجازه ورنکړي.
ښاغلي غني چې نن(یکشنبې د چنګاښ۱۰مه) په ننګرهار کې قومي مشرانو او دیني علماو ته وینا کوله، ټینګار وکړ چې که حکومتي چارواکو په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه، ګوښه او که نوماندانو دا کار وکړ نو محروم به شي.
ولسمشر غني که څه هم د چا نوم وانخیست، خو ټینګار یې وکړ چې د ګوتو په شمار کسان غواړي چې د ننګرهار ولایت په انحصار کې ونیسي.
ده وویل هغه کسان په ټاکنو کې لاس وهنه کوي چې له ټاکنو وېره لري.
ښاغلي غني د ننګرهار ولایت والي او امنیه قومندان ته سپارښتنه وکړه چې د ځمکي غصبکوونکو پر وړاندې ګام پورته کړي.
ولسمشر ننګرهار کې د خپل سفر په ترڅ کې د یوه روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره هم کېښوده.
ټاکل شوې ده چې دا مرکز به د زرو بسترونو ځای ولري.
ولسمشر غني د سولې په اړه څرګنده کړه چې که طالبان د سولې خبرو اترو ته چمتو شي، نو دی له حکومتي چارواکو سره هر ځای ته چې طالبان غواړي د خبرو لپاره ورځي:«طالبان هرځای کې چې د سولې خبرو اترو ته چمتو وي، زه او ډاکتر عبدالله له نورو چارواکو سره چمتو یوو چې ورسره خبرې اترې وکړو.»
ده وړاندې وویل چې اوس مهال د سولې لپاره اجماع شته او نړیواله ټولنه یې هم ملاتړ کوي:«د اوربند په اړه ټولې فرضیې غلطې ثابتې شوې. د سولې په اړه منفي نظر نه منو او وېټو اجازه چاته هم نه ورکوو.»
ولسشر غني تېره ورځ د اوه ولس ورځو اوربند پای اعلان کړ او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونه اجازه لري چې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړي.
خو ده نن ټینګار وکړ چې هر ډول اوربند ته چمتو دی:«موږ هر ډول اوربند ته چمتو یوو. دا جګړه له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره جګړه نه ده. خلک باید د قرآن شریف او خپلو اولادونو سره د طالبانو پر وړاندې ودریږي چې ولې خلک وژني.»
ښاغلي غني یوځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې باید خلک هم ګډون ولري او په دې بهیر کې باید «انحصار» ونشي.