غور ولایت کې د نامسووله وسلهوالو د قومندان د نیونې ّپه موخه پوځي عملیاتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
د حکومت د رسنیو مرکز یوه خبرپاڼه کې راغلي:«افغان ځواکونو د غور لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د علي پور په نوم یو قومندان له خپلو وسله والو سره یو ځای کلابند کړی او نښته یې ورسره کړې چې په ترڅ کې يې اووه ملکیان او څلور پولیس وژل شوي دي.»
خبرپاڼه کې کاږي، علي پور د مسافرو د ځورونې له امله تر قانوني څار لاندې وو. خو دا یې نه دي ویلي چې عملیاتو کې نوموړی نیول شوی که نه؟