د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ۱۰طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یادې قول اردو په خبرپاڼه کې نن(سېشنبې د غويي په ۳۱مه نېټه) راغلي دي چې افغان ځواکونو د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر دریوو مرکزونو هوايي بریدونو کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې هوايي بریدونه د دولت آباد ولسوالۍ په قوزي بای کلا، کهنه بازار او قریش کلیو کې ترسره شوي دي.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼه کې راغلي دي چې هوايي بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.