Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستو پرېکړه نه ده شوې

د امریکايي ځواکونو ویاند وايي تر دې دمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو په تړاو کوم امر دی شوی.

دوید بټلر د قطر د سیاسي دفتر د مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي امریکا له هغوی سره ژمنه کړې چې د روان کال تر اپریله به خپل پنځوس سلنه سرتېري له افغانستانه کموي وايي تر دې دمه د امریکایي ځواکونو د کمیدو په تړاو هغوی ته کوم امر نه دی رسیدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په څرنګوالي کې هر ډول احتمالي بدلون به له شرایطو سره سم وي.

طالبانو ویلي وو امریکا له هغوی سره ژمنه کړې چې په کابو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر پنځوس سلنه کموي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، مولوی عبدالسلام حنفي چې روسیې ته تللی ویلي امریکا له هغوی سره ژمنه کړې چې د روان میلادي کال تر اپریله پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر پنځوس سلنه کموي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د دې خبرو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو د وتو لپاره مهال ویش نشته.

اخوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د کمیدو کار به د سولې خبرو له پرمختګونو سره پيل شي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په څرنګوالي کې هر ډول احتمالي بدلون به له شرایطو سره سم رامنځته کېږي

شریک یي کړئ