د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځای او یوې غوندې د دغه ریاست د ځانګړو ځواکونو د موخهییزو عملیاتو په لړ کې ۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د دغه ریاست په یوې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ (د زمري په ۱۰ مه) رسنیو ته استول شوې، راغلي چې د وژل شویو په منځ کې د «د چین ایغوریانو او چیچیني ترهګرو ډلو» غړي هم شامل دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغه کسان په پکتیا، میدان وردګو، لوګر، غزني، پکتیکا، خوست او کابل کې د طالبانو استخباراتي مسوولان وو چې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو لپاره د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام کلي کې سره راغونډ شوي وو.
په دغې خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۱۲ تنه نور غړي ټپيان او شپږ تنه نور یې نیول شوي دي.
خبرپاڼه لیکي چې په دغو عملیاتو کې، د طالبانو درې د غونډې او مېشت ځایونه له منځه وړل شوي دي:«په لسګونه میله سپکې وسلې، ځانمرګي واسکټونه، د وسایطو ضد جوړ شوي ماینونه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي، او همدارنګه درې غونډ او مېشت ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.»