Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کنړ ته د محب سفر؛ د دښمن راکټي بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي

د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی درستیز او د ملي امنیت سرپرست رییس یې هم ملتیا کوي، د پاکستاني ځواکونو وروستیو راکټي بریدونو ته په اشارې وايي، د دغه بریدونه بې ځوابه نه پاتي کېږي.

ښاغلي محب نن(سې شنبې د چنګاښ په ۳۱مه نېټه)  د راکټي بریدونو له کبله زیانمنو کورنیو سره هم د لیدنې پرمهال زیاته کړې چې وروسته له دې به دښمن ته نه د تاسیساتو جوړولو اجازه ورکول کېږي.

هغه سره سرکاڼو ولسوالۍ کې له زیانمنو کورنیو سره او ځایي خلکو سره د خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ملي امنیت سلاکار پر طالبانو هم د افغانستان ګډ دښمن خلاف د مبارزې ږغ کړی او زیاته کړې یې ده:« د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو قتل عام او د وطن ورانۍ ودروې، او پر ځای یې له خپل ولس او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دښمنانو خلاف مبارزه وکړي.»

محب سیمه کې له امنیتي مسوولینو سره لیدنه کې څرګنده کړې چې باید دښمن د هغوی په مراکزو او پټنځایونه  په نښه شي څو پر ولسي افغانانو او ټولګټو تاسیساتو د بریدونو توان ونلري.

دا په داسې حال کې ده چې حمدالله محب تېره ورځ ننګرهار ته سفر درلود او هلته یې هم له ولسونو او مسولینو سره د امنیت او حکومتدارۍ په اړه په ناسته خبرې کړې دي.

هغه ویلي دي:« افغانان له طالبانو سره سوله کوي، خو پوهېږي چې د جګړې اصلي مسوولین نور دي، چې افغان عالمان او مخور شهیدانوي او دلته د انکشاف مخه نیسي، او باید ورڅخه د خاورې دفاع وشي.»

د ملي امنیت سلاکار پر طالبانو هم د افغانستان ګډ دښمن خلاف د مبارزې ږغ کړی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه