جنرال مراد علي مراد چې تېره میاشت د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي مرستیال په توګه له دندې ګوښه کړل شو، نن (شنبې د چنګاښ۲مه) د هېواد ملي دفاع وزیر لخوا د کابل ګارنیزیون قومندان په توګه معرفي شو.
.تېره میاشت ښاغلي مراد کورنیو چارو وزارت کې د خپلې دندې پرېښودو د خدا پا امانې په مراسمو کې د پولیسو بد حالت په اندېښنه څرګنده کړې وه
نوموړي ویلي وه چې پولیس د جګړې په ډګرونو کې د خوړو او تجهیزاتو کمښت سره مخامخ دي.
ښاغلي مراد ته د کابل ګارنیزیون قومندانۍ ترڅنګ د کابل د امنیت په چارو کې د دفاع وزارت د مرستیالۍ دنده هم ورکړل شوې ده.
د جنرال مراد علي مراد څخه مخکې، جنرال افضل امان د کابل ګارنیزیون سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
ښاغلی امان وروسته له هغې چې د کابل امنیتي حالت خراب او په جون میاشت کې موټر بم چاودنې د ۱۵۰ کسانو ژوند واخیست، د جنرال ګل نبي احمزي پر ځای وټاکل شو.