د سرپل ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د یاد ولایت میرزا اولنګ دره دوشنبې ماښام( د زمري۲۳مه) د افغان ځواکونو لخوا نیول شوې او ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل والي، محمدظاهر وحدت څرګندوي چې د افغان ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته کې ۴۰ تنه وسلهوال وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.
دی وړاندې وايي:«موږ د استخباراتي او کشفي بنسټونو شمېرې ښیې چې له څلوېښتو ډېر ترهګر وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي. موږ هڅه کوو چې کره شمېر او د هغوی په اړه مالومات وکړو او له رسنیو سره یې شریک کړو.»
د طلوع نیوز خبریال د چې میرزا اولنګ ته تلی دی وايي چې یوازې د درې په خوله کې یو شمېر کورنۍ پاتې دي نور، ټولو کورنیو خپل کورونه پرېښې او تښتېدلي دي.
د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ درې نیولو په موخه کابو ۶ ورځې مخکې پوځي عملیات پیل کړل.