ناټو غواړي افغانستان کې د هر هغه ګام مخنیوی وشي چې دغه هېواد کې سیاسي ټیکاو کمروزی او ستونزې ډېرې کړي.
د ناټو عمومي منشي د خبرپاڼې په خپرولو سره (سېشنبې د کب په ۶مه نېټه) د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو ګډون او د امنیت تامین کې یې هوډ ستایلی دی.
ینس سټولټنبرګ وايي چې د ټاکنو بهیر په تړاو هر ډول اندېښنو ته باید د اساسي قانون او په قانوني توګه رسېدنه وشي.
ښاغلي سټولټنبرګ د افغانستان د ټولو سیاستوالو غوښتنه کړې، څو د داسې ګامونو له پورته کولو ډډه وکړي چې افغانستان کې د سیاسي کمزورتیا او د ستونزو ډېروالي لامل کېږي، د هغه په خبره ځکه ټول سیاسي ځواک باید د سولې پر خبرو بوخت شي او ټول باید سولې بهیر په برخه کې چې د ټولو افغانانو هیله ده، سره یو شي.
دا په داسې حال کې ده چې طلوع نیوز ته دوو سرچینو ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسم دوه اوونۍ ځنډېدلي دي.
په پام کې وه چې ولسمشر غني سبا پنجشنبه لوړه وکړي.
سرچینو ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشرتابه سره لیدنه کې ویلي، د ولسمشر غني د لوړې مراسم دوه اوونۍ ځنډېدلي او د ثبات او همپالنې ډله به د نورو ولایتونو د والیانو له معرفۍ ډډه وکړي.
تر دې مخکې د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی و چې امریکا هڅه کوي د ولسمشر غني د لوړې مراسم له دې کبله وځنډوي چې د ټاکنو پر سر ناندرې د سولې بهیر ګواښ سره مخامخ نه کړي.
راپور همداراز هغو اندېښنو ته اشاره کړې وه چې د ولسمشر غني لخوا د لوړې مراسمو ترسره کول به د اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره ستونزې زیاتې او د سولې روان بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.
په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان سره ولسمشر غني بریالی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله هم ځان د ټاکنو بریالی وباله او اعلان یې وکړ چې "ټول شموله" حکومت به رامنځته کوي.
راپور کې زیاته شوې چې د ستونزو راپورته کېدو اندېښنې لپاره د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد د یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی او هڅه کوي چې غني او عبدالله د لوړې مراسمو له ترسره کولو منع کړي.
همداراز ښاغلي خلیلزاد دوشنبې له پخواني ولسمشر حامدکرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف، جنرال دوستم او ځينو نورو سیاستوالانو سره کتلي دي او د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شویو جنجالونو د هواري په هکله یې ورسره سلامشورې کړې دي.
همدا شان افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، نیکولاس کي له ټولو خواوو غواړي چې ملي یووالي او سولې بهیر ته لومړيتوب ورکړي او امریکا له هغو کسانو چې د ستونزو لامل کیږي، ملاتړ نه کوي.