د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په ترسره شویو پوځي عملیاتو کې د داعش ډلې ۱۶ بهرني غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت څخه په خبرشوې خبرپاڼه کې نن(چهارشنبه د سلواغې۲۷مه) راغلي چې دا کسان په کوټ او ده بالا ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې د داعش ډلې یاد شمېر غړي د افغان ځواکونو د «شاهین۲۵» په نامه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې دا عمليات درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په کوټ او ده بالا ولسوالیو کې د ځمکې او هوا له لارې پیل شول.
د ۱۶ کسانو له ډلې ۱۱ یې د دهبالا ولسوالۍ په نرۍ سیمه کې د هوايي بریدونو او ۵ تنه نور په همدې سیمه کې د ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
خوګیانی وړاندې وايي چې د افغان ځواکونو دې عملیاتو کې د داعش ډلې دوه نور غړي ټپیان دي.