Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې جنايي پېښو د ځینو امنیتي ځواکونو ښکېلتیا په تړاو اندېښنې

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي هغه څه چې په جنايي پېښو کې د ځینو امنیتي ځواکونو ښکېلتیا بولي، اندېښنه لري.

دوی واويي چې ځیني امنیتي ځواکونه د دغه ولایت د شیګو په بیدیاوو کې د نشه يي توکو قاچاق مخنیوي په پلمه د خلکو مالونه لوټي.

د هلمند په ریګو کي د نظامي کسانو د غلاوو په اړه هلمندیان اندیښني لري.

همداراز د افغان ځواکونو او د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ترمنځ نښتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتل بله ستونزه ده.

په تازه پیښه کې یوه اوونۍ وړاندې څلور تنه امنیتي سرتېري چې ریګ جبار سیمې ته چې د طالبانو په لاس کې ده، د نشه يي توکو قاچاق کوونکو مبارزې لپاره تللي وو، د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

 د هلمند مرستیال والي یاده پیښه تاییدوي د وايي چې په تړاو یې څېړنه کیږي.

د هلمند د والي مرستیال، مجاهد الله صفاري په دې اړه وايي:«په ریګ جبار کې دا وروستۍ او لومړۍ پیښه نه ده، څو ځله دا ډول پيښې شې دي او پلاوي يې څېړنې کړې دي او بیا خبره پاته شوې ده، خو دا ځل دا یوه روښانه پيښه ده چې په کې رسمي پولیس وژل شوي دي. دوی وتلي وو چې د هر چا په امر ریګ ته د غلا لپاره تللي وو، بالاخره هغوی د طالبانو په کمین کې ختلي وو او وژل شوي دي.»

هلمند کې یو شمېر مدني فعالان دا ډول پيښې غندي او د دغه ډول پېښو مخنيوي غوښتنه کړې ده.

مدني فعال، نظر محمد رودي وايي:« موږ په هلمند کې ځوانان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د غلا او وژنو لپاره نه دي ورکړي دي.»

بل مدني فعال، عبدالولي پتیال زیاتوي:« دا زموږ د هلمندیانو سره ظلم دی چي د دغه ولایت چارواکي امنیتي ځواکونه د شخصي غلاوو او ګټو قرباني کوي.‎‎»

همداراز عبدالستارڅرګندوي:« موږ په جدي توګه د داډول کارونو د مخنیوي او د یادې پيښې د څېړنو غوښتنه کوو.»

خو د هلمند امنیه قوماندانۍ وايي دوی د ریګ جبار په سیمه کې د امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او په هغه سیمو کې د غلاوو په اړه د اووه کس‎ییزه پلاوي له لوري د یو شمېر امنیتي کسانو پلټني پیل کړي دي او ډېر ژر به يې پایلي شریکې کړي.

د هلمند امنیه قوماندانی ویاند، محمدزمان همدرد په دې اړه وايي:«موږ هم دیادې پيښې په اړه معلومات تر لاسه کړي دي او موږ د یادې پيښې د څېړلو لپاره یو ۷ کس ییز پلاوی ټاکلی دی او یو شمېر امنیتي کسانو څخه د یادې پيښې په اړه څېړنې کوي او تر څېړنو وروسته به موږ د پېښې ټول جزیات له تاسو سره شریک کړو.»

شریک یي کړئ