Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د طالبانو پر یوه مرکز د ملي امنیت ځواکونو برید

ملي امنیت ریاست نن(چهارشنبه د کب په ۸مه نېټه) په هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه مرکز له بریده خبر ورکوي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر یوه مرکز او د نشه يي توکو پر یوه ساتن ځای ترسره شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې وايي د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۰ جوړې پوځي دریشۍ، ۲ زغره‎والې خولئ، ۳ پایې ټلفونونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي

په دې عملیاتو کې د طالبانو د دریو پټځایونو له منځه وړو خبر ورکړل شوی دی.

پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو دا خبر نه دی تایید کړی.

د دې عملیاتو په ترڅ کې ۵۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۰ جوړې پوځي دریشۍ، ۲ زغره‎والې خولئ، ۳ پایې ټلفونونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي

شریک یي کړئ