د هلمند ولایت د پوهني ریاست چارواکي وايي چې کابو ۶۰۰ زره ماشومان او تنکي ځوانان چې د ښوونې او روزنې پر شرایطو برابر دي، له ښوونې او ښوونځي بې برخې دي.
د هلمند د پوهني رییس چې په لښکرګاه ښار کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د مخکنیو ادارو د مسوولینو غفلت او بي پروایي له امله یاد شمېر کسان په دغه ولایت کي له زده کړو بي برخي پاته دي.
د هلمند د پوهنې ریاست د دي ولایت قومي مشرانو ، دیني عالمانو او ځوانانو د پوهني د پیاړوتیا لپاره په ګډه پر یوه ځانګړي تګلاري کار پیل کړي او د عملي کولو په برخه کي به خپل هڅي د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم عملي کړي.
نوموړی وايي د پوهني په برخه کي یوه لویه ننګونه نا سم امنیتي وضیعت او د دي تر څنګ د پوهني د مخکنیو مسولینو غفلت، فساد، کم امکانات، نامتوازنه پراختیا د خلکو نه پوهاوی او دې ته ورته نور عوامل وو چې له امله یې سلکونه زره ماشومان او ځوانان چې همدا اوس د زده کړو په شرایطو برابر دي او غوښتنه يې هم کوي، خو لاسرسنی نه لري.
دهلمند د پوهنې رییس داودشاه صفاري وویل:«کابو ۱۲۳ ښوونځي د امکاناتو د نشتوالي او همدارنګه د ځينو نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي او له بده مرغه کابو ۶۰۰ نور زده کوونکي له ښوونې او روزنې بې برخې دي.»
د پوهني د اوسني پڅ وضیعت د ښهوالي په موخه دغو کسانو یوه ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده، چې له مخي به يي د یاد ولایت دولتي اداري، ملي سوداګر، عام خلک او دیني عالمان د عام پوهاوي، د بندو ښوونځیو د خلاصېدو او د پوهني ریاست سره د نغدي مرستو په راغونډولو کي خپلې هڅې عاملاً پیل کړي.
د هلمند ولایتي شورا رییس عطالله افغان څرګنده کړه:«دا نه یوازې د پوهنې ریاست، والي صاحب او د دولتي ځواکونو دنده ده بلکې دا د هلمند د ټولو اوسېدونکو دنده ده ترڅو پوهنې ته پاملرنه وکړي او د معارف دورازه د خپلو اولادونو پر مخ پرانیزي.»
قومي مشر محمد خان خروټی هم زیاتوي:«موږ ښوونې ته شا کړې ده او تریاکو ته مو مخه کړې. دا ټولنه، دا هېواد او دا ولایت د ښوونې او روزنې په نشتوالي کې مخته نه شي تلای.»
بل خوا د هلمند والي د قومي مشرانو او دیني عالمانو ونډه د پوهني د برخي په پیاړتیا کي مهمه بولي ، او وايي د یادي برخي په پیاوړتیا کي به خپل جدي هڅې پیل کړي.
د هلمند والي محمد یاسین په ډاګه کړه:«موږ په عام او خاصه توګه او همدارنګه موږ مشرانو د ښوونې او روزنې لپاره خپله ایماني او وجداني دنده نه ده ترسره کړې. له دې امله د دغه هېواد د اولاد پرمختګ یوازې او یوازې په ښوونې او روزنې پورې تړلی دی. وروڼه او مشران دې دغې موضوع ته دې جدي پاملرنه وکړي.»
په هلمند کي د ښوونکو د عالي موسیسو په ګډون ۴۱۷ ښوونځي شتون لري، چي یوازي ۱۴۳ یې ودانۍ لري، او ۱۲۳ ښوونځي تړل دي.
د پوهني ریاست مسوولین تمه لري چې د راتلوونکي ښوونیز کال له پیل سره به د قومي مشرانو په منځګړیتوب کابو سل تړل شوي ښوونځي بېرته خلاصي شي.