د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي چې دغه پېښه د پنجشنبې په کهیځ د ۱۰ بجو په شاوخوا کې د مزارشریف په منډوي کې رامنځته شوې ده.
هغه په دې اړه زیاته کړه چې تراوسه د دغې پېښې څرنګوالی روښانه نه دی او حقیقت موندونکي پلاوي د دغې پېښې د څېړولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
خو، د دغې پېښې شاهدان وايي چې په موټرسایکل سپرو دوه وسلهوال د مزارشریف ښار منډوي کې د نرینهوو یوه سنګارتون ته ننوتلي او دغه کس یې په ډزو سره وواژه. د دغو شاهدان په وینا، وژل شوی کس داوود نومېده او یو پخوانی جهادي قومندان وه.
په دې اړه مو اندونه