د فاریاب ولایتي شورا نن(چهارشنبې د غويي۱۹مه) وايي چې د دې ولایت بلڅراغ ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
دا غړي وايي، پرون مازیګر(سېشنبې د غويي۱۸مه) له څو ساعته جګړې وروسته دا ولسوالي نسکوره شوه.
بلخوا د بلچراخ په ګاونډ کې د پرتې ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان،عبدالصمد ګرزیواني هم وايي، ولسوالي یې د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
عبدالصمد ګرزیواني ویلي، جګړه د دوی حدودو ته ورننوتې او که امنیتي ځواکونه یې مرستې ته ونه رسېږي، طالبان به ګرزیوان ولسوالي هم ونیسي.