Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنټاګون: د افغان دولتي ځواکونو پر وسایطو سمه څارنه نه کېږي

د امریکا د دفاع وزارت د څارګر په یوه رپوټ کې راغلي دي چې له افغانستان سره د ۹۵ زره مرسته شویو لېږدونکو (نقلیه) وسایطو له ډلې ځینې له منځته تللي او یا هم د هغې په ساتنه کې پاملرنه نه ده شوې.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د امنیتي مسوولیت د لېږد ګډه قومندانۍ دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ته پر مرسته شویو وسایطو په سمه توګه څارنه نه‎لري.

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي دی:« د افغانستان د امنیتي لېږد مسوولیتونو د ګډې قوماندانۍ چارواکو ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ته پر مرسته شویو توکو په سمه توګه څارل نه ده کړې که څه هم دغه چارواکي د بسندویه څارونکو نشتون او امنیتي اندېښنې په دې اړه دلیل راوړي.

ملي دفاع وزارت دغه رپوټ ردوي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه طلوع نیوز ته وايي:«ډاډه یم چې زموږ د هغو وسایطو شمېر چې رغونې ته اړتیا لري له هغه څه کم دی چې ښودل شوی او همدا اوس زموږ یو ډېر شمېر وسایط تر رغونې لاندې دي او ډېر ژر ګټې اخیستو ته چمتو کېږي.»

له دې ټولو سره په افغانستان کې د نقلیه وسایطو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو پر امنیتي لوړ پوړو چارواکو هم نیوکې کېږي.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی نادر بلوچ په دې اړه څرګنده کړه:«د دې سربېره چې له دغو وسایطو شخصتي او بېلابېلې استفادې کېږي، د هغوی د استفادې په څرنګوالي کې هم پاملرنه نه کېږيي، په داسې حال کې چې له دغو وسایطو په سمه توګه د افغانستان د امنیت او سولې په خاطر کار واخیستل شي.»

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د امنیتي ځواکونو ۹۵ زره نقلیه وسایطو څخه په سمه توګه څارنه نه کېږي چې ارزښت يې لږ تر لږه درې مېلیارد او ۱۰۰مېلیونو ته رسېږي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د امنیتي ځواکونو د ۹۵ زره لېږدونکو وسیلو لګښت چې له هغې په سمه توګه څارنه کېږي درې مېلیادو او ۱۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

شریک یي کړئ