Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بلخ کې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ په زور یوه ځوان ته په نکاح شوې

په بلخ کې یوه کورنۍ وايي چې لس کلنه لور یې د هغوی د یوه خپلوان له خوا تښتول شوې او په زور یې خپل زوی ته په نکاح کړې ده.

د نجلۍ کورنۍ له دغې بې عدالتۍ څخه کړېږي او له حکومته د عدالت پلي کېدل غواړي.

د دغې نجلۍ مور نوربیګم وویل:«د لس کلنې نجلۍ نکاح یې په زور تړلې، د سیمې پر ملا یې هم وسله را ویستلې چې هر ډول کېږي د دغې نجلۍ نکاح وتړه.»

د دغه نجلۍ مور له ژړا سره وايي:«زه یې کور تللې وم،په نجلۍ یې وسله رایستلې وه خور او مور خو پرېږده،ځه د هلک په غېږه کې پرېوځه.»

دا نجلۍ د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ اوسیدونکې ده چې د روان کال په لومړیو ورځو کې د زوی خُسرخېلو له خوا تښتول شوې او په زور یې خپل زوی ته نکاح کړه.

دوي وايي اوه کاله مخکې یې خپل زوی ته واده کړی او اوس څلور ماشومان لري خو اوس د هغه خُسر د دوی لس کلنه لور تښتولې او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د البرز غورونو په لمن کې اوسېږي.

د نجلۍ پلار نجم الدین وویل:«زما لور یې تښتولې د دې لپاره چې وايي لور یې زما له زوی سره واده کړی، ما وویل چې ستا لور ما په زور نه ده راوستلې، وې ویل چې ما په زور راوستلې او خپل زوی ته مې په نکاح کړې ده.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مقابل لوري نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نشوو.

د بشري حقونو کمېسیون دا کار د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون پرخلاف بولي او له حکومته غواړي دا موضوع په جدي توګه وڅېړي او عدالت پلی کړي.

 د هېواد په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیه‎ييز دفتر سرپرست رازق داد ګلزاري وايي:«د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون پر خلاف، پر بنسټ دغه موضوع باید په جدي توګه د دولت له‎خوا وڅېړل شي.»

د بلخ پولیس وايي د خلکو د امنیت د ساتلو او د زورواکو د کړنو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني څرګنده کړه:«دغه موضوع باید په رسمي توګه پولیسو ته مراجع وکړي او رسمي عریضه وکړي ترڅو له قانوني لارې رسماً پلټنې وشي او زوی یې وغوښتل شي چې ولې یې خپله خور هلته وړې ده او وروسته یې دا کار کړی دی.»

دغه کورنۍ خبرداری ورکوي که‎چېرې د دوی د لور د ژغورلو اقدام ونه‎شي هغه به له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ