د زابل سیمهییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې پر افغان ځواکونو د طالبانو په برید کې څلورپولهساتي پولیس وژل شوي او بل ټپي دی.
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي څرګندوي چې دې شمېر افغان سرتېرو ته تېره ورځ یکشنبې(د لیندۍ۷مه) د شملزیو ولسوالۍ په ځنځير سیمه کې مرګژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکي وایي چې له دغه برید څخه وروسته طالبانو په یاده سیمه کې روغتیايي کلینیک هم د خلکو پرمخ تړلی دی.
سیمهییز چارواکو هم دا خبر تائید کړی دی.
په دې اړه مو اندونه