د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې پر ټاکنېز کمپاین د چاودنې له کبله ولسي جرګه ته د یوه نوماند په ګډون اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د لومړنیو راپورنو له مخې په دې چاودنه کې اووه تنه ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وايي چاودنه د صالح محمد اڅکزي د کمپاین پر غونډه شوې ده.
په چاودنه کې ښاغلي اڅکزي هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد دفتر د مالوماتو له مخې دا چاودنه د ښار په لومړۍ حوزه کې شوې ده.
د چاودنې څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي شوي. بلخوا د چاودنې پړه هم نه ده منلې.