د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو نن(چهارشنبه د لیندۍ۱۰مه) یو ځانمرګی برید کوونکی موخې ته تر رسېدو مخکې نیولی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي چې بریدکوونکي په لومړنیو څېړنو کې منلې چې په پاکستان کې یې پوځي زدهکړې کړې دي.
د پکتیکا امنیه قومندان، خلیلالله ضیايي څرګندوي چې برید کوونکي غوښتل سهار اوه بجې د دې ولایت په مرکز ښرنه کې ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته تر رسېدو مخکې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
نوموړی زیاتوي چې برید کوونکی ۱۸ کاله عمر لري او په پاکستان کې یې ترهګرۍ زدهکړې کړې دي.