Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کاپیسا کې د «غبارهفت»په نامه د چاڼيزو عملیاتو دوام

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه د«غبار هفت»په نامه چاڼیز عملیات دوام لري.

د کاپیسا امنیه قومندان  محمد رزاق یعقوبي طلوع نیوز ته وايي چې دغه عملیات د درې ورځو راهیسې په دغې ولسوالۍ کې دوام لري،چې د هغه په لړ کې تراوسه دوه بلواګري طالبانو وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي او ۱۱ کلي له طالبانو څخه پاک شوي دي.

د ښاغلي یعقوبي په وینا،چې د دغو عملیاتو په لړ کې د پنجنشنبې په مازدیګر د یوه ځانمرګي واسګټ د چاودنې له امله یو سیمه‎ییز پولیس او دوه تنه د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو څخه ټپي شول.

په همدې حال کې،د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغې ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان د لګېدو له امله درې تنه ولسي وګړي تپيان شوی دي.خو امنیتي چارواکي دغه پېښه رد وي.

شریک یي کړئ