ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ترهګر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په نیش ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې، د ۳۵ ترهګرو د وژل کېدو سربېره، د دغو ترهګرو ډلو له شتونه څو کلي هم پاک شوي دي.
خبرپاڼه د عملیاتو د لازیاتو جزییاتو او د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.